د اتاق عمومي رئیس د آذربایجان له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د آذربایجان د جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام محمدوف سره د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل او خبرې یې وکړې.
 
په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
ښاغلي هاشمي د اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، آذربایجان یې د افغانستان ښه دوست او اقتصادي شریک وباله او ټینګار یې وکړ چې د افغان او آذربایجاني سوداګرو ترمنځ د ګډو ونډه لرونکو شرکتونو په جوړولو سره د نفتو د تصفیې فابریکې جوړې شي. نوموړي څرګنده کړه، دا کار کولای شي د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا، د صادراتو په زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د آذربایجان سفیر، د اتاق د عمومي رئیس له تود هرکلي څخه په مننې سره، د آذربایجان د سوداګرو د تیارۍ یادونه وکړه چې غواړي په افغانستان کې د نفتو د استخراج او نورو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه وکړي. نوموړي افغانستان د آذربایجان مهم سیمه ییز اقتصادي شریک وباله او پر ګډو پروژو یې ټینګار وکړ.
 
 
 
یکشنبه، د وږی ١٦مه، ۱۴۰۴