د هېواد په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د اتاق مشرتابه پلاوي غړي او د وچو مېوو د صادرونکو د اتحادیې د یو شمېر غړو مرستې

ښاغلي عبدالقاسم امرخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غړی، د ختیځو ولایتونو د سفر پر مهال، د هېواد د وچو مېوو د صادرونکو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره یوځای، خپلې مالي مرستې د وروستۍ زلزله ځپلو سره، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت اغېزمنو ته ووېشلې.
 
یادې مرستې چې نغدي پیسې (۱.۴ میلیونه افغانۍ او ۶۰۰۰ امریکایي ډالر) او خوراکي توکي پکې شامل وو، د زاهد ولید مارکېټ او د سرای چهار مغز د سوداګرو لخوا راټولې شوې وې. دغه توکي د اتاق د مشرتابه لخوا د بسته بندۍ وروسته، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د ودیر، غازي‌اباد، ښارک قُبا، ګربز کلي، مزار دره، او همدارنګه د ننګرهار ولایت مرکزي روغتون اړمنو کورنیو ته ووېشل شول.
 
 
 
شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴