د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او مل پلاوي یې د تورخم له دروازې څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خدماتي مرستیال الحاج عنایت الله صدیق زي او یو شمیر ملي سوداګرو له تورخم دروازې څخه لیدنه وکړه. یاد پلاوي د تورخم له دروازې څخه د خالي موټرو د تلو راتلو ستونزې له نژدې وکتلي او د یادو ستونزو په اړه یې له اړونده چارواکو او مسؤلینو سره رغنده خبرې اترې تر سره کړي.
په پایله کې اړونده مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ته په تورخم دروازه کې د خالي موټرو د ستونزې د حل جدي وعده ورکړه.
 
 
 
جمعه دوږي ١٤مه١٤٠٤