د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پکتیا ولایت له یو شمېر سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی آرین زلگی اعظمي، د اتاق د مدیره پلاوي غړو ښاغلو مطیع الله گردیزي، نجابت حیدري او هیواد باز په شتون کې، د ملي تاجر ښاغلي رحیم گردیزي او د پکتیا ولایت له یو شمېر نورو تاجرانو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
 
د پکتیا ولایت سوداګرو، ښاغلي اعظمي ته د پانګونې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د انگور اډې د سرحدي گذرگاه د ستونزو او د باروړونکو لاريو د ډرایورانو د ویزې د مشکلاتو په اړه خبرې وکړې او له اتاق څخه یې د دې ستونزو په حل کې د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي اعظمي د اتاق د مدیره پلاوي غړو او د پکتیا د سوداګرو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د ستونزو په حل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي ١٣مه، ۱۴۰۴