د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حکومت له وروستي اقدام څخه د هرکلي په موخه پر شپږو توکو لکه اوړه، غنم، غوړي، بوره، مایع ګاز او د نفتو په ګډون د مالیاتو د کمولو او دغه راز د ۱۴۰۳ کال د خصوصي سکټور د لاسته راوړنو او ننګونو د ارزونې په موخه مطبوعاتي کنفرانس د ښاغلیو: محمد یونس مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړی مرستیال ، شیرین اغا سخي د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس، خانجان الکوزي د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، میرزمان پوپل د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، عبدالجبار صافي د صنعتکارانو د اتحادیې رئیس او د وچې میوې، تازه میوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او الکترونیکی تجهیزاتو د کمیټې رییسانو په شتون د اتاق د کنفرانسونو په تالار تر سره کړل.
 
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د حکومت له مشرتابه، د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیال او د ماليې وزارت له محترم مقام څخه د خصوصي سکتور سره د همکارۍ له امله په ځانګړي ډول د اوړو، غنمو، غوړيو، بوره، مايع ګاز او نفتو په ګډون او پر دغو توکو د ثابتې ماليې د لګولو په برخه کې مننه وکړه. نوموړي د حکومت دا ډول اقدامات یې د سوداګرو د تشویق او د افغانستان په بازارونو کې د اولیه موادو د بيو د راټيټولو په برخه کې مهم ګام وبلل.
ښاغلي مهمند، په ۱۴۰۳ کال کې د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي او اسیایي هېوادونو لکه مالیزیا، هند او روسیې ته د افغانستان د صادراتو په اړه خبرې وکړې او د یاد کال صادرات یې د ۱۴۰۲ کال په تناسب وبلل. هغه د ١٤٠٣ کال د صادراتو د کمښت اصلي لامل له ګاونډيو هېوادونو سره يو لړ ترانزيتي ستونزي وګڼل او په ۱۴۰۴ کال کې د سیمې هېوادونو او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د بدیلو لارو په موندلو کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ډاډ یې ورکړ.
د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال زیاته کړه: پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره د ټرانزیټي اسانتیاوو نشتوالی د ایران له بندر عباس څخه د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد د زیاتوالي لامل شوی. نوموړي په ۱۴۰۴ کال کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د امکان تر حده د ډېرو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې یاده کړه او زیاته یې کړه: که څه هم اتاق په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي سره ښې اړيکې لري، خو له اروپا سره د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې د افغانستان د خصوصي سکټور يوه لويه ستونزه افغان سوداګرو ته د اروپايي هېوادونو د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو نشتوالى دى.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ د پراختیا، صادراتو د زیاتوالي او اروپايي بازارونو ته د اسانه لاسرسي په موخه د افغانستان، ترکیې او د منځني آسیا هېوادنو ترمنځ د ګډې اتاق را منځته کول مهم وبلل او په دې برخه کې یې د اتاق د هڅو ډاډ یې ورکړ. نوموړي د هېواد له ټولو غږیزو او ویډیويي رسنیو مننه وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکټور د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ننګونو اقتصادي خبرونه پر وخت خپروي.
ښاغلي پوپل، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ۱۴۰۳ کال د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دغه اتاق په تېر کال کې د بهرنیو هېوادونو په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون کړی دی، د هیواد په څلورو زونونو کې د خصوصي سکټور د فرصتونو او ننګونو د پیژندلو په موخه کنفرانس جوړ شو؛ د اتاق مشرتابه د ازبکستان، ترکیې، قزاقستان، روسیې، متحده عربي اماراتو، چین او پاکستان په سوداګریزو غونډو او نندارتونونو کې ګډون کړی دی؛ د امام ابوحنیفه (رح) دریم ملي او نړیوال نندارتون جوړ کړ؛ د سوداګرو هڅول چې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي؛ د افغانستان د خصوصي سکټور او د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، ترکیې او روسیې د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ناستې تنظیم شوې؛ سوداګر د لویو ګډو پروژو د جوړولو لپاره متحد کړي او د خصوصي سکتور د غړو د ادغام او د هغوی د ستونزو د حل په موخه یې له ۲۷ څخه زیاتې تخصصي کمېټې جوړې کړې دي.
ښاغلي پوپل په ۱۴۰۳ کال کې وچې او تازه مېوې د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه وبلله او د ګاونډي هېواد له خوا د سوداګریزو توکو په برخه کې رامنځته شوې ننګونې یې د تېر کال په پرتله د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې یو لوی خنډ وباله.
ښاغلي شیرین اغا سخي د حکومت وروستی اقدام یې د سوداګرو د هڅونې او په بازارونو کې د موادو د بیو د راټیټولو په برخه کې لوی ګام وباله او زیاته یې کړه: په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو لپاره د مالیې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو برخو کې زیاتې هڅې کړې دي. هغه په ګمرک کې د مالیاتو په راټولولو ټینګار وکړ او له ټولو اړوندو دولتي ادارو څخه یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکتور ټولو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي الکوزي، په ۱۴۰۳ کال کې د خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې یادې کړې او هېواد ته د وارداتو زیاتوالی د تېرو کلونو په پرتله د بازارونو د تقاضا په لوړوالي پورې تړلی وباله او د صنعتي فابریکو لپاره د ځمکې د ویش په برخه کې یې د حکومت له مشرتابه مننه وکړه. نوموړي برېښنا، ځمکې او د پيسو د لېږد لپاره د بانکي اسانتياوو نشتوالى د صنعتي فابريکو عمده ستونزې وګڼلې او له اړوندو حکومتی مسوولينو يې وغوښتل، چې په ګمرک کې له سوداګرو څخه د ماليې راټولولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د حکومت د ریاست الوزرا حکم په اساس له دي وروسته به له (غنمو، غوړيو، اوړو) د يو ميليون پلور څخه زر افغاني او له (تېلو، ګازو او بورې) د يو ميليون پلور څخه يو زرو پنځه سوه افغاني په ارزښت ثابته ماليه اخیستل کیږي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د وری ۶ مه ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي به داسي حال کې چې د اتاق د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت مسوول ښاغلي عبدالمتین غالب هم حضور درلود د قزاقستان د صنایعو ټولنیزو چارو له مرستیال ښاغلي علي عثمانوف سره په انلاین توګه وکتل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي قزاقستان په اسیا کې د خوراکي توکو یو ستر صادرونکی هېواد وباله او له ښاغلي عثمانوف
څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ته ډېره پاملرنه وکړي او قزاقستان سوداګر وهڅوي چې په افغانستان کې ګډې پانګونې وکړي. هغه د قزاقستان سوداګرو ته د افغان سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزه او په بدل کې د افغان سوداګرو د مالونو نه لېږل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر وړاندې له سترو ننګونو څخه وبلل او د قزاقستان د صنایعو ټولنیزو چارو له مرستیال څخه یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو د پیسو د لېږد په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي عثمانوف د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د قزاقستان د سوداګرو چمتووالي ته اشاره وکړه او په نږدې راتلونکي کې یې د قزاقستان په استانه ښار کې د افغان-قزاق سوداګریزې خونې د پرانیستلو اعلان وکړ. نوموړي له ښاغلي عارفي څخه وغوښتل، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې د ازبکستان له دولتي چارواکو سره په ناسته کې پر هغو توکو د ګمرکي تعرفو د کمولو په موخه، چې د ازبکستان د اورګاډي کرښې له لارې افغانستان ته ننوځي، خبرې وکړي.
 
 
 
 
چهارشنبه، د وری ۶ مه ۱۴۰۴
 
 

ښاغلی محمد یونس مهمند، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، او ښاغلی خانجان الکوزی، د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ـ پاک ګډ اتاق رئیس، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان او په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مهمند، د ښاغلي صادق خان راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د سوداګرۍ، ترانزیت، د شته ستونزو د حل، او د خصوصي سکتور لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. نوموړي د پاکستان له ځانګړي استازي وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له سیاست څخه جلا وساتي، ترڅو د خصوصي سکتور غړي وکولی شي خپلې سوداګریزې تبادلې په خوندي توګه ترسره کړي.
همداراز، ښاغلي مهمند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو اقتصادي اهمیت ته اشاره وکړه او وویل، چې دا لارې د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، او منځني ختیځ د لوی ترانزیتي دهلیز یوه مهمه برخه ده. هغه زیاته کړه، چې د دغو لارو تړل کولی شي د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته ستر اقتصادي زیان ورسوي.
ښاغلي مهمند له پاکستاني استازي څخه وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو د تلپاتې خلاصون لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
همداراز، ښاغلي الکوزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو مالونو د تبادلې لپاره د سرحدونو خلاصون خورا مهم وباله او له پاکستاني لوري یې وغوښتل، چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته زیان رسوي.
ښاغلي صادق خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو لارو د پرانیستو لپاره د سوداګرۍ هڅې وستایلې. هغه ژمنه وکړه، چې د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه به د پاکستان حکومت ته ورسوي.
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۳ مه
 
 

ښاغلي محمد انور عارفي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال، د محترم عبدالمتین غالب، د اتاق د نړیوالو اړیکو د څانګې د مسؤل په حضور کې، له محترم سبالیف اندری روی مویچ، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان لپاره د ګډې کمېټې له مسؤل سره، آنلاین لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي عارفي، د اتاق د ۹۴ کلونو فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، روسیه یې یو له مهمو اقتصادي او تولیدي هېوادونو څخه وبلله او د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو د هدف لپاره د ګڼو غونډو پر جوړېدو یې ټینګار وکړ. نوموړي، د سوداګرو د پیسو د لېږد د اسانتیاوو رامنځته کول، د معتبرو حسابونو له لارې، د تجارتي معاملو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره مهم وبلل، او په دې برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مویچ، د روسیې – افغانستان د ګډې کمېټې د لومړۍ کنفرانس، چې ټاکل شوې ده د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق له خوا په نږدې راتلونکي کې جوړ شي، په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي له د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال څخه وغوښتل چې خپل ټول وړاندیزونه او نظریات رسمي بڼه ورکړي او د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ته وسپاري. همداراز، نوموړي د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د روسي سوداګرو د پانګونې د چمتووالي یادونه وکړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې افغان بانکونه دې وهڅوي، څو په روسیه کې خپلې څانګې پرانیزي، تر څو سوداګر وکولی شي خپل مالي انتقالات په خوندي ډول ترسره کړي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، د ۱۴۰۴ د وري ۵مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د ښاغلي خان جان الکوزي، د مشرتابه پلاوي غړي او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او ښاغلي سردار ولي پښتون، د اتاق لوړپوړي سلاکار، په حضور کې له ښاغلي نورآقا ابراهیمي، د میدان-وردګ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رئیس او د مشرتابه یو شمېر غړو سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی پر ستونزو یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي ابراهیمي د خصوصي سکتور د ودې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د میدان-وردګ اتاق لاسته راوړنې او فعالیتونه یاد کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه یې وغوښتل چې د پانګونو د زیاتوالي او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، د میدان-وردګ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او د مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د یوې همغږۍ کمیټې پر جوړولو ټینګار وکړ، تر څو د خصوصي سکتور وړاندیزونه او ستونزې د یاد ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره شریکې کړي. نوموړي د کرنیزو محصولاتو د ودې، د سړو خونو د جوړولو، او د تازه او وچو میوو د صادراتو د زیاتوالي لپاره د کنفرانسونو او روزنیزو برنامو پر ارزښت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د یاد ولایت د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۲مه
 
 

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د اتاق د حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي په حضور کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي زده کړو انسټیټیوټ او د افغانستان د ملي کارکوونکو ادارې (امکا) له لوري، د امکا ادارې د نوي سرپرست د معرفي په مناسبت، د دې انسټیټیوټ د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي محفل ته د هېواد د کارفرمایانو او د خصوصي سکتور د فعالینو په استازیتوب ګډون وکړ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رول په اړه، چې د خصوصي سکتور رښتینی استازی دی، د هېواد د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره، د ۹۴ کلونو په اوږدو کې، وینا وکړه.
 
ښاغلي مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او د خصوصي سکتور د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې د فعال رول په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ۹۴ کلنې ویاړلې تاریخچې او د دولت، کارفرما او کارګر د ټولنیز مثلث د شریک په توګه د کارآفرینۍ او د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې د هغې د ونډې یادونه وکړه. همداراز، ژمنه یې وکړه چې اتاق به له خپلو دواړو ټولنیزو شریکانو سره دغه همکارۍ ته دوام ورکړي.
 
 
 
 
 
سې شنبه، د ۱۴۰۴ د وري ۵
 
 

مقالات دیگر...