د تاشکند د مرکزي او سویلي آسیا د نښلونې په نړیوالې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ګډون

د «مرکزي او سویلي آسیا نښلونې او د ګډې هوساینې بنسټ رامنځته کولو» تر سرلیک لاندې نړیواله ناسته د ازبکستان په تاشکند ښار کې د لوړپوړو دولتي چارواکو، د وزیرانو مرستیالانو، سفیرانو، د نړیوالو سازمانونو استازو، کارپوهانو او د سیمې د هېوادونو د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوه.
 
په دې ناسته کې ګډونوالو د افغانستان پر محوري رول، د سیمې د اقتصادي څلورلارې او د مرکزي او سویلي آسیا د نښلوونکي پُل په توګه ټینګار وکړ او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییزې نښلونې په پراختیا کې یې د افغانستان د جغرافیایي موقعیت اهمیت روښانه کړ. همدارنګه له افغانستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د ټرانزیټي دهلېزونو د پراختیا، د ګمرکي چارو د اسانتیا او د سوداګریزو زیربناو د عصري کولو په برخه کې د ازبکستان هېواد همکارۍ وستایل شوې.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب وینا وکړه او افغانستان یې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د نښلونې پُل وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ستر فرصت برابر کړی او د سیمې هېوادونه باید افغانستان ته د یوه اقتصادي شریک او مهم ټرانزیټي مسیر په سترګه ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي له افغانستان سره د ازبکستان هېواد د همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پام وړ پراختیا یادونه یې وکړه چې دا یې د ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصادي همکاریو یوه بریالۍ بېلګه وبلله. نوموړي د سوداګریزو او ټرانزیټي خنډونو پر کمولو، د ګمرکي بهیر پر اسانتیا، د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا، د لوجستیکي زیربناو پر پیاوړتیا او د سیمه ییزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د ګډو میکانېزمونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په پراختیا کې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د مرکزي او سویلي آسیا د هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د یوه منظم فورم د جوړېدو وړاندیز وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې افغانستان کولای شي د سیمې یو مهم ټرانزیټي او لوجستیکي مرکز وګرځي او د بازارونو په نښلولو او د سیمې د هېوادونو د ګډې هوساینې په برابرولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د سیمې د ګډې هوساینې او پرمختګ په برابرولو کې یې د افغانستان رول حیاتي وباله.
د یادونې وړ ده چې دغه درې ورځنۍ ناسته د ازبکستان په تاشکند، ترمذ او سمرقند ښارونو کې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د فرصتونو پر ارزونې متمرکزه ده او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابروي.
 
جمعه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۵