د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د ازبکستان هېواد د سوداګرۍ او پانګونې وزارت له معین ښاغلي شاهرخ غلاماوف سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او پانګوالیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د ازبکستان دولت له همکاریو او برابر شوو اسانتیاوو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغو اقداماتو د افغان سوداګرو او پانګوالو لېوالتیا زیاته کړې ده تر څو له ازبېکستان سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.ښاغلي هاشمي په افغانستان کې د ازبکستاني پانګونو د راخپلولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ازبکستاني لوري یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره لېوال پانګوال معرفي کړي. نوموړي په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو په ځانګړي ډول د کانونو او تولیدي فابریکو د جوړولو په برخو کې لکه: د کیمیاوي سرو، نباتي غوړیو او خوراکي تېلو د تولیدي فابریکو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. هغه همدارنګه د ازبکستان بازارونو ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي هم و.ښاغلي شاهرخ غلاماوف د وړاندې شوو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ازبکستان هېواد به د افغانستان له کوچنیو او منځنیو فابریکو سره د همکاریو ځانګړي پروګرامونه پلي کړي تر څو ازبکستان ته د افغاني محصولاتو صادرات زیات شي. نوموړي زیاته کړه چې د همدې موخې لپاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو هوکړهلیک هم ډېر ژر عملي شي.د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزارت معین یادونه وکړه چې د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ د اسانتیا لپاره له قرهقالپاقستان څخه تر ترمذ پورې نوې لاره فعاله شوې ده چې د پخوانیو لارو په پرتله لږ لګښت او ډېرې اسانتیاوې لري.نوموړي همدارنګه وویل، چې د ازبکستان بېلابېل بانکونه د مالي او بانکي لېږدونو د اسانتیا په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا لري، او ژمنه یې وکړه چې د ازبکستان د هغو پانګوالو نوملړ چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره شریک کړي.پنجشنبه، غبرگولي ۱۴مه، ۱۴۰۵