د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، ازبېکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ازبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس ښاغلي دوران وهابوف سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.همدارنګه، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورت او ګمرکونو په برخو کې شته ستونزې او ننګونې وڅېړل شوې او د هغو د حل لارو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۵