ازبېکستان ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس رسمي سفر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د خصوصي سکټور د استازو پلاوي په مشرۍ د «مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو د نښلونې دویمې نړیوالي غونډه» کې د ګډون په موخه ازبېکستان هېواد ته سفر وکړ. یاده نړیواله غونډه د ازبېکستان په تاشکند، سمرقند او تِرمذ ښارونو کې ترسره شي چې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي به پکې ګډون وکړي.
 
ټاکل شوې ده چې د افغانستان پلاوی د دې سفر په ترڅ کې د تِرمذ په غونډه، سوداګریزو ناستو او د یاد هېواد له چارواکو او اقتصادي فعالانو سره په دوه اړخیزو لیدنو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ژمنه ده چې د هېواد د خصوصي سکټور په ګټه به د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ا‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
په دې سفر کې د خونې د مدیره پلاوي د خدماتي چارو مرستیال ښاغلی الحاج عنایت الله صدیق زی او د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي هم د خونې له عمومي رئیس سره ملګري دي.
 
سه شنبه، غبرگولي ۱۲مه، ۱۴۰۵