د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي نوي مرستیالان د خونې د عمومي رئیس او د مشر تابه پلاوي د غړو له لوري په رسمي ډول معرفي شول

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي، د دې ادارې د چارو د لا ښه پرمختګ او اغېزمن مدیریت په موخه، د یوې رڼې او تخصصي پروسې له لارې د عامل پلاوي دوه مرستیالان (د مالي او اداري چارو مرستیال او د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال) وټاکل او کارکوونکو ته یې ور وپېژندل.
 
په یاده غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړو ښاغلي الحاج ابوعبیدالله هوتک، ښاغلي الحاج میرویس وزیرزي کټوازي، ښاغلي الحاج محمد یوسف یوسفي، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد او ښاغلي الحاج نجابت حیدري، همدارنګه د عامل پلاوي سلاکارانو او مرستیالانو په ګډون د خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د عامل پلاوي د پخوانیو مرستیالانو له کړنو څخه مننه وشوه او نوي مرستیالان هم کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په اداره کې تغیر او بدلون یو بنسټیز کاري اصل وباله او ویې ویل چې د یوې رڼې پروسې او د وړتیا پر بنسټ، د عامل پلاوي دوه مرستیالان د سلگونو تنو نوماندانو له منځه دغو بستونو ته غوره شوي دي. نوموړي د عامل پلاوي د پخوانیو مرستیالانو د خدمتونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نوي مرستیالان به د خصوصي سکټور او د هېواد د خلکو د خدمت لپاره په غوره توګه خپلې دندې ترسره کړي.
ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني د خونې د کارکوونکو، په ځانګړې توګه د تېرو اوو میاشتو د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د عامل پلاوي ریاست په پام کې لري د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو پایلې په یوه رساله کې په دریو ژبو (پښتو، دري او انګلیسي) ترتیب او تدوین کړي او له چاپ وروسته یې د خصوصي سکټور او اړوندو ادارو ته وړاندې کړي.
ورپسې د بشري سرچینو آمر له خوا د عامل پلاوي د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي زین الله حسني د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي احمد شکیل حازم د زده کړو او کاري تجربو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
د غونډې په پای کې، د عامل پلاوي نویو مرستیالانو په خپلو خبرو کې د خصوصي سکټور او د هېواد د خلکو د خدمت لپاره د صادقانه هڅو او رښتینې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۴۰۵