د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د غوړیو د تولیدوونکو او واردوونکو سره وکتل

د اتاق د مدیره هیات دپانګونې، ،خدماتی، دولت سره اړيکي او پالیسی مرستیالان، مالي رئیس او حاجی حبيب الله د اتاق د مدیره هیات غړی د جلا جلا ناستو په ترڅ کې چې د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوې، د غوړیو واردوونکو او تولیدوونکو سره د دوی د ستونزو او طرحو په اړه خبرې وکړې.
 
واردوونکو او تولیدوونکو سوداګرو د هېواد د غوړو د تولید د زیاتوالي په اړه خپلې طرحې وړاندې کړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مدیره هیات مرستیالان او د اتاق نورو رهبري غړو د سوداګرو د خبرو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل او د تولید د زیاتوالي په برخه کې به د اتاق رهبري پلاوی همکاري وکړي، او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیز شوې طرحې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري تر څو د اړوندو حکومتي ادارو سره د همغږۍ له ‌لارې د حل لپاره یې هڅه وشي.
نوموړي سوداګر وهڅول چې د معیاري سهامي شرکتونو په جوړولو سره د خپل تولید کچه لوړه کړي.
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٩مه، ۱۴۰۴