د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي د یوه غړي له خوا د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو سره ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

ښاغلي حاجي ابراهیم حبیب‌یار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د «حبیب‌یار خیریه بنسټ» مؤسس، د کونړ ولایت د وروستي زلزلې له زیانمنو شویو کسانو سره ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
 
دا مرسته په نقدي ډول په زیانمنو سیمو کې اړو کسانو ته ووېشل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د حبیب‌یار خیریه بنسټ له دغې مرستې څخه د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو لپاره مننه او قدرداني وکړه او له ټولو هېوادوالو سوداګرو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپلو نغدي مرستو، لومړنیو توکو او خوراکي موادو په راټولولو سره، زموږ له زلزله‌ځپلو هېوادوالو سره د مرستې او لاسنیوي په لور بېړه وکړي.
 
 
 
سه‌شنبه، د وږې ۱۸مه، ١٤٠٤