د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد د سویل ختیځې حوزې له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین، د خوست والي مرستیال، د خوست عامې روغتیا رئیس، د خوست د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د هېواد سویل ختیځې حوزې صرافانو، د خوست ولایت د ډاکټرانو اتحادیې او د خوست ولایت سپین ګیرو او مخورو ته د افطار بلنه ورکړې وه او د دی ملمستیا په ترڅ کې یې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو برخه کې د وروستیو پرمختګونو، د یاد روغتون لپاره د ځمکې د ځانګړې کولو او د روغتون د مشرتابه ټاکلو څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د خوست ولایت والي مرستیال او نورو ملمنو راتګ نیک وباله او ددی ناستې اصلي موخه يې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړول وبلل.
ښاغلي مهمند د یاد روغتون جوړولو لپاره د حکومت له لوري د ځمکې ځانکړې کولو او سپارلو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي د خوست ولایت سیمه ایزې ادارې، د ډاکټرانو اتحادیې، د عامې روغتیا ریاست، سوداګرو او مخورو خلکو رول د یاد روغتون په جوړولو کې اړین وباله او د اړوندو اړخونو په همکارۍ يې ټینګار وکړ.

د خوست ولایت عامې روغتیا رئیس په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو ضد روغتون جوړولو برخه کې د ښاغلي مهمند هڅې وستایلې او په تیرو دوه میاشتو کې یې د یاد روغتون تاسیسولو برخه کې د اخیستل شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

د خوست ولایت والي مرستیال د ښاغلي مهمند نیک نیت ستایلو ترڅنګ، د یاد ستر روغتون جوړولو برخه کې د خوست ولایت سیمه ایزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي میرویس هوتک د خوست ولایت سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بیا جوړولو او ترمیم اسنادو طی مراحلو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل او په نږدی راتلونکی کې يې د یاد اتاق د ترمیم خبر ورکړ.

د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې، د خوست ولایت حکومتي چارواکو، سوداګرو او ډاکټرانو څخه یوه پنځه کسیزه کمېټه جوړه شي څو د یاد روغتون لپاره د ځای د ټاکلو برخه کې عملي ګامونه پورته کړی شي.