د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما دفتر له رئیسې سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یوناما دفتر له رئیسې آغلې روزا اوتنبایوو او د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ او پانګونې بهیر کې شته ننګونو، د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو، په تیرو دوو کلونو کې د صادراتو د زیاتوالي او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مومند په هېواد کې د ښو شرايطو د رامنځته کېدو په ځانګړي ډول د هېواد په کچه د امنيت د تامين، د کوکنارو د نه کښت او په دولتي ادارو کې د اداري فساد د نه شتون د يادونې په ترڅ کې اوسنی وضعيت په افغانستان کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت وباله او د سوداګرو، په کور دننه پانګوالو او نړیوالو ادارو ترمنځ د ناستو جوړولو په برخه کې يې د یوناما دفتر لخوا د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال په تېرو دوو کلونو کې د هېواد د صادراتو د زياتوالي په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د هېواد د سوداګرو او خصوصي سکټور د کنګل شوې شتمنۍ پر خلاصون يې ټينګار وکړ، څو افغان سوداګر وکولاي شي د خپلو نغدو شتمنیو په کارولو سره د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې خپل اړین رول ولوبوي.

مېرمن روزا اوتنبایوو د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د پورتنیو مواردو په اړه یې د یوناما دفتر د همکارۍ اوعملي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکړ.