د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هېواد د سویل لویدیځې حوزې له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د هېواد مطرح سوداګر فیض محمد خافي، د هرات د صنایعو او کانونو اتاق رئیس ښاغلي حمیدالله خادم، ملي سوداګر ښاغلي حاجي محمد خان کاکړ، سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د اورګاډي پټلۍ له رئیس ښاغلي بخت الرحمن شرافت زاده سره لیدنه ترسره او په روزنک بندر کې د اورګاډي پټلۍ د رامنځته کولو، د صادراتي او وارداتي توکو د لیږد په موخه د اورګاډي له پټلۍ څخه د استفادې څرنګوالي او په دی برخه کې سوداګرو او پانګوالو ته د لا ډیرو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي بخت الرحمن شرافت د اورګاډي پټلۍ ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او پراختیايي پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو لیږد په موخه د یادې ادارې د خدماتو معیاري کول او په دی برخه کې خصوصي سکتور ته د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کول يې د حکومت له بنسټیزو لارښوونو وباله او له سوداګرو يې وغوښتل چې د خپلو سوداګریزو توکو لیږد په موخه د اور ګاډي پټلۍ څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي مهمند د اورګاډي پټلۍ کې د لا ډیر آسانتیاوو په رامنځته کولو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کورنیو محصولاتو لیږد بیو په ټیټوالي، د صادراتو او وارداتو بهیر په چټکتیا او د شته وړتیاوو په لوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ، او د هېواد اقتصادي رغښت او سیمه ایز اقتصاد رامنځته کولو برخه کې د اورګاډي پټلۍ رول اړین وباله.

ښاغلي محمد یونس قاضي زاده د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو، د سویل لویدیځې حوزې د صادراتو د زیاتوالي او د یادې حوزې د صادراتي او وارداتي توکو لیږد برخه کې شته ننګونو یادونه وکړه او د هېواد سویل لویدیځې حوزې سوداګرو سره يې د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي فیض محمد خافي د هرات – روزنک اورګاډي پټلۍ او لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د بهرنۍ پانګونې جلب برخه کې اړین وبلل.

په پای کې، پریکړه وشوه چې په ټولو هغو ناستو کې چې د هرات – روزنک اور ګاډي پټلۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کیږي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او کانونو او صنایعو اتاق استازي پکې ګډون ولري څو د اورګاډي پټلۍ مشرتابه سره د یادو اتاقونو د نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.