د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د "امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون" چي په کابل کې ښار کې يې د روان کال د چنګاښ له ۱۵مې نیټې څخه تر ۲۱مې نیټې پورې په لاره اچوي د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په دی نندارتون کې په سلګونه کورني او بهرني شرکتونه خپل محصولات د (کرنې، صنعت، کانونو، روغتیا، غالۍ، لاسي صنایعو، درملو، تحصیلاتو، ودانیزو) او نورو سکتورونو کې نندارې ته ږدي.

د یاد هوکړه لیک پربنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز سره د همکارۍ په پایله کې د "امام ابو حنیفه (رح) دویم ملي او نړیوال نندارتون" جوړوي.

یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز رئیس مولا محمد پیمان له لوري د اتاق په عامل پلاوي ریاست کې لاسلیک شو.