د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ودانیزو شرکتونو له استازیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د ودانیزو شرکتونو له استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او په پخواني حکومت کې د پروژو د تطبیق د پیسو نه ورکړې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند سوداګرو او د ودانیزو شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د دغو شرکتونو رول ارزښتناک وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د لویو او منځنیو پروژو د پیل او تطبیق په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

د ودانیزو شرکتونو استازو د خپلو ستونزو په ځانګړي ډول په بانکونو کې د دوی د پیسو کنګل کیدل، د دولت او بهرنیو بنسټونو له خوا د دوی د پیسو نه ورکول، ودانیزو شرکتونو ته د حکومت نه پاملرنه، د مالیاتو د اسنادو نه څیړل، د ودانیو جوړولو برخه کې د کابل ښاروالۍ د اجازې نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو یادونه وکړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د دوی ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو غړیو ګډ کور دی او اتاق تل هڅه کوي چې سوداګرو او پانګوالو ته بهتر خدمات وړاندی کړي.

ښاغلي میرویس هوتک په راتلونکي کې د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه له اړوندو ادارو په ځانګړې توګه د ټولګټو وزارت سره د ګډې ناستې په ترسره کولو ټینګار وکړ او په یادو مواردو کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.