د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د امام ابوحنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو په اړه مقدماتي ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله او د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو هم شتون درلود، په روان لمریز کال کې د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو، په دی برخه کې د لازمې همغږۍ، پروګرامونو، تطبیقي پلان او یو شمیر نورو تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون د جوړیدو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دغه نندارتون جوړیدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږي او باید د دغه نندارتون د په ښه شکل جوړولو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي څو د هیواد سوداګر، صنعتکاران او پانګه وال خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

ښاغلي مهمند د دغه نندارتون پر هراړخیزوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو تولیداتو د معرفي کولو لپاره هم یو فرصت دی او موږ باید هڅه وکړو چې خپل کورني تولیدات په غوره توګه نندارې ته وړاندې کړو ترڅو وکولی شو کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه وکړو او سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیداکړو.