د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ودانیزو شرکتونو اتحادیې له غړیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ودانیزو شرکتونو اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د حکومت راتلونکو پروژو او د هېواد بیخبنسټیزو پروژو تطبیق برخه کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو رول په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د دولتي بیخبنسټیزو پروژو په تطبیق کې کورنیو ودانیزو شرکتونو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار وکړ او له ودانیزو شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د لویو پروژو د ترلاسه کولو او پلي کولو لپاره معقول پلانونه وړاندې کړي.

نوموړي د کورنیو ودانیزو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد د سترو بیخبنسټیزو پروژو د تطبیق په موخه دې یو له بل سره تفاهم وکړي او په ګډه دی پانګونه او پلي کړي.

په دې ناسته کې د کورنیو ودانیزو شرکتونو مسؤلینو د خپلو لاسته راوړنو، د دوی له لوري د پلي شویو پروژو او د دوی د شته پروژو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د بیخبنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره به معقول او هر اړخیز پلانونه او طرحې چمتو کړي.