د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کابل ښار باغ قاضي خوراکي توکو منډوۍ له سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د خوراکي توکو واردوونکو ستونزو اوریدو، د خوراکي توکو بیو ارزونې او ستونزو ته د حل لارو پیداکولو په موخه د باغ قاضي منډوۍ اتحاديې له رئیس ښاغلي عبدالغني او د اتحاديې له یو شمیر غړیو سره لیدنه ترسره کړه.
 
ښاغلي عبدالغني ښاغلي مهمند ته راغلاست ووایه او د خوراکي توکو د سوداګرو د ستونزو په اړه یې معلومات ورکړل او ویې ویل: د سوداګرو یوه لویه ستونزه د اومو موادو د مالیې د تصفیې پر مهال د مالیاتو ورکول دي، چې سوداګر مجبور دي چې ۲ سلنې ګمرکي تعرفې پرته نور مبالغ هم تادیه کړي چې یاده چاره د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي سبب ګرځي.  

دوی د اتاق د مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې د دوی ستونزه د اړوندو دولتي ادارو سره شریکه او د دولتي ادارو سره په همغږۍ کې ورته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.  

ښاغلي مهمند په تېرو دوو کلونو کې د هېواد بازارونو ته د خامو موادو د رسولو په برخه کې د خوراکي توکو د واردونکو د هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او په نړیوالو معیارونو د خوراکي توکو د لوی مارکېټ پر جوړېدو یې ټینګار وکړ او په دې برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي د هېواد د خوراکي توکو له ټولو سوداګرو وغوښتل، چې د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو په پام کې نيولو سره د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې په برخه کې خپل ديني او وجداني مسووليت ادا کړي.