د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ټولګټو وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د ټولګټو وزارت له سرپرست ښاغلي محمد عیسی احساني سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو لویو لارو شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د هېواد سوداګریزو لویو لارو په ځانګړې توګه د سالنګ لويې لارې د ویجاړیدو له امله سوداګرو او د سوداګریزو توکو لیږدوونکو ګاډو ته رامنځته شوې ستونزې بیان او د ټولګټو وزارت له درانه مقام څخه يې وغوښتل چې د یادو لویو لارو بیا جوړولو برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

ښاغلي احساني ښاغلي مهمند او ورسره ټیم ته د ښه راغلاست ویلو او د ښاغلي مهمند د خبرو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې یاد وزارت به د ویجاړو شویو لویو لارو په ترمیم او بیا جوړونه کې خپلې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي څو په دی برخه کې د سوداګرو ستونزې حل شي.  

ښاغلي احساني د خپلو خبرو په اوږدو کې د سالنګ لوې لارې د بیاجوړونې او په دی برخه کې د خصوصي سکتور د همکارۍ په نوعیت باندی هم خبرې وکړې چې متقابلا ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور ودانیزو شرکتونو له تیاري خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې د ودانیزو شرکتونو سره تر سلا مشورو وروسته به د هغوی نظرونه د ټولګټو له وزارت سره شریک کړي.