د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له استازي ښاغلي ایمل شیرزاد سره د لیدنې په ترڅ کې، پر عایداتو د مالیاتو قانون کې د بدلونونو، د سوداګریزو خدمتونو د لومړیتوبونو پيژندنې او په شته ننګونو د غلبې حاصلولو په موخه، د ستر کنفرانس په لاره اچولو په اړه خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مایل احمدي افغان سوداګرو ته د بهرنیو هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د دوی بانکي زیرمو ته د سوداګرو او خصوصي شرکتونو نه لاس رسی او د پیسو د لېږد لپاره د کمېشن لوړوالی له عمده ستونزو څخه یاد کړل. نوموړي د خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې د (CIPE) د ادارې رول د مهمو سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې مهم وباله او له یادې ادارې سره یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي خانجان الکوزي د سوداګرو او کورنیو پانګوالو ترمنځ د لوی کنفرانس په لاره اچولو کې د دې ادارې (CIPE) پر همکارۍ ټینګار وکړ او د معلوماتو په برخه کې د ننګونو او لومړیتوبونو د پیژندلو او د زیربناوو د جوړولو په برخه کې د پانګونې د جلبولو په موخه یې د دغه ډول کنفرانس جوړول مهم وبلل.

ښاغلي میرویس هوتک د هېواد د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د دغه ستر کنفرانس د جوړولو برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي ایمل شیرزاد په یادو مواردو کې د هېواد د خصوصي سکتور له غړو سره د مرستې په موخه د (CIPE) د لیوالتیا یادونه وکړه او ویې ویل: (CIPE) هڅه کوي چې څنګه کولای شي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د مالیاتو د قوانینو په اړه روزنیز سیمینارونه او اغیزمن پروګرامونه جوړ کړي.