د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په استانبول کې د افغانستان له نوي قونسل سره وکتل

ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومی رئیس، او ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي لومړۍ مرستیال پداسې حال کې چې ښاغلیو: فیض محمد خافی د نفت او ګازو اتحادیې لومړۍ مرستیال، فواد صدیقي او عبدالمتین په دبۍ کې د هیواد پیژندل شوي سوداګرو هم حضور درلود. له نوي افغاني قونسل ښاغلي ګل محمد خان ځدران سره په استانبول کې، د یادې قونسلګرۍ په دفتر کې سره ولیدل.


ښاغلي توکل احمدیار، ګل محمد خان ځدران ته په استانبول ښار کې د افغانستان د نوي قونسل په توګه د مبارکی ویلو تر څنګ هېله يې څرګنده کړه چې په یاد هیواد کې د افغانستان د نوي قونسل په ټاکلو سره به د افغان سوداګرو او اتباعو ستونزو ته د حل لارې چارې وموندل شي او د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ د ترکي پانګوالو د ګډو پانګونې شاهد به ووسو.


ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د روانو حالاتو، سوداګریزو مناسباتو او په بیلابیلو سکټورونو کې د ترکي پانګوالو د پانګونې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل: د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د نوی قونسل سره په همکارۍ کولای شې د مشترکو سوداګرۍ پراختیا او ګډو پانګونو باندې فعالیت ولري.