د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د امریکا سفارت اقتصادي څانګې له رئیس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند قطر ته د خپل رسمي سفر په جریان کې، په داسی حال کې چې ورسره ټیم يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د امریکا سفارت اقتصادي څانګې له رئیس ښاغلي هنري بیکر سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې اړوند مسایلو، په دی برخه کې شته ننګونو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان ولس سره د امریکا متحده ایالاتو بشردوستانه مرستو ستایلو او په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ زیاته کړه "د نوي نظام تر حاکم کیدو وروسته، د هېواد سوداګرۍ او پانګونې برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي او د تیر کال په پرتله د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی. سربیره پردی، هیله لرو چې، راتلونکی کال د صادراتو په کچه کې ۷۰ سلنه زیاتوالی نور هم رامنځته شي."

ښاغلي مهمند په هېواد کې د ټولیز امنیت او سولې شتون، د اداري فساد او کوکنارو کښت نه شتون، د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او کانونو استخراج برخه کې د لازمو آسانتیاوو شتون د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې بهیر تسریع لپاره ښه فرصتونه وبلل او د ښاغلي بیکر څخه يې وغوښتل چې ستر امریکايي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو استخرج برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال په هېواد کې د سوداګرو ستونزې له ښاغلي بیکر سره شریکې او زیاته يې کړه "د افغانستان د خلکو د شتمنیو کنګل کیدل، سوداګرو ته د ویزو د صدور خدماتو نه شتون او د پیسو د انتقال لپاره د حوالې سیستم څخه ګټه پورته کول هغه موضوعګانې دي چې سوداګرو ته يې ډیر شمیر ستونزې رامنځته کړي دي."
نوموړي د پورته یادو ستونزو حل برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي هنري بیکر د افغان سوداګرو شته ستونزو تائیدولو ترڅنګ، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو راتلونکو اقتصادي پلانونو، بشردوستانه مرستو او د هېواد د کانونو د اسخراج په موخه د سترو امریکايي شرکتونو د هڅولو څخه ډاډ ورکړ.