د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د قطر هېواد له ستر سوداګر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په قطر کې د خپلو لیدنو په ترڅ کې، دا ځل د قطر هېواد یو له سترو سوداګرو ښاغلي یوسف احمد الکواري سره لیدنه وکړه او په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ښاغلي الکواري ته د هېواد اقتصادي وضعیت تشریح کړ او ویې ویل: په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره په ټولیزه توګه امنیت تامین شوی، په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه تللی او د کوکنارو کښت مخه نیول شوې ده.
نوموړي له ښاغلي الکواري څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه په استفادې سره د کانونو، نفتو او ګازو د استخراج، روغتیا سکتور، د انرژۍ په تولید او ساختماني سکتور کې پانګونه وکړي او په یادو برخو کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مهمند د روغتیا سکتور په ځانګړي ډول د سرطان ناروغۍ د درملنې په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي الکواري څخه یې وغوښتل چې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو د معیاري روغتون په جوړولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

ښاغلي الکواري ښاغلي مومند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د خپل خیریه بنسټ له لارې به د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او د کانونو په استخراج او نورو برخو کې پانګونې ته یې لېوالتیا څرګنده کړه. هغه ژمنه وکړه چې قطري سوداګر به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.