د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د قطر لپاره د افغانستان سرپرست سفیر سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د قطر لپاره د افغانستان سفارت سرپرست ښاغلي محمد نعیم وردګ سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا او پانګونو جلب په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغان سوداګرو او قطر ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې په قطر کې د افغانستان د سفارت همکاري مهمه وبلله.
نوموړي په قطر کې د افغانستان د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د قطر د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ دې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو هغه سوداګر چې قطر ته د سوداګرۍ او تګ راتګ لېوالتیا لري وکولای شي دغه هېواد ته سفر وکړي او همدارنګه قطري سوداګر او پانګوال په افغانستان کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.

ښاغلي نعیم وردګ قطر ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه سفر له دغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو لپاره مهم وباله.
نوموړي په قطر کې د افغاني محصولاتو د نندارتون جوړول مهم وبلل او په قطر کې یې د افغاني محصولاتو د نندارتونونو د تنظیم په برخه کې د دغه سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګريزو پلاويو تبادله د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختيا لپاره اړینه وبلله.