د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قطر سوداګرۍ اتاق سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د قطر سوداګرۍ اتاق له سرپرست ښاغلي محمد بین توار قواري سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند په تیرو ۹۰ کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو چې د هغه لست څخه د نړۍ مختلفو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د هوکړه لیکونو لاسلیکولو او د ګډو سوداګریزو شورا ګانو رامنځته دي، په اړه معلومات وړاندی کړل.  

ښاغلي مهمند د قطر هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د افغانستان اقتصادي وضعیت او د پانګونې فرصتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ زیاته کړه " په افغانستان کې په ټولیزه توګه امنیت تامین شوی، په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه تللی او د کوکنارو کښت مخه نیول شوې ده."
نوموړي په ځانګړي ډول د قطر سوداګرۍ اتاق له سرپرست څخه وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او په افغانستان کې بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو په نظر کې نیولو سره، د قطر هېواد سوداګرو او پانګوال په افغانستان کې د کانونو استخراج برخه کې پانګونې ته وهڅوي.  

ښاغلي مهمند د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک او د ګډ اتاق رامنځته کول د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره اړین وبلل او د قطر سوداګرۍ اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې لکه د بانکي حسابونو جوړول او دوی سره د جواز صدور برخه کې همکاري وکړي.  

ښاغلي محمد بین توار قواري ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، افغانستان ته د سفر بلنې په پار مننه وکړه او په افغانستان کې د پانګونې په موخه د قطر هېواد سوداګرو او پانګوالو هڅولو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا برخه کې يې د خپلې هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.