په کابل ښار کې د (کار، تولید او تحصیل) عنوان لاندی نندارتون جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، لوړ پوړو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د "کار، تولید او تحصیل" عنوان لاندی نندارتون پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي الکوزي د یاد نندارتون د په لاره اچوونکو څخه د مننې کولو ترڅنګ، یاد نندارتون د خدماتي سکتورونو او کورنیو تولیداتو په پیژندګلوۍ او د هېواد په اقتصادي رغښت کې اړین وباله او د هېواد د تولیدي صنایعو څخه يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.

نوموړي په هېواد کې ټولیز امنیت او د اداري فساد نه شتون د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او د خصوصي سکتور د ټولو غړیو څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره پانګونه وکړي.

په یاد نندارتون کې ۱۲۰ تعلیمي ادارو او شرکتونو خپل محصولات او خدمات د تعلیم، لاسي صنایعو، موبل و فرنیچر، وچو او تازه میوو، قیمتي ډبرو او حکاکۍ برخه کې د دری ورځو لپاره نندارې ته کیښودل.