د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل سره د لیدنې په ترڅ کې، په هېواد کې د پانګه ایزو فرصتونو، سوداګرو ته د ویزو د صدور، برښنا تولید، سیمنټو او شکرې معیاري کارخانو جوړولو په موخه د بهرنیو پانګو راجلبونې او داسی نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغانستان ولس سره د ملګرو ملتونو سازمان بشردوستانه مرستې حیاتي بللو ترڅنګ، په هېواد کې د اداري فساد نه شتون، ښه امنیت او د کوکنارو کښت نه کیدل د بیخبنسټیزو پروژو تطبیق، برښنا تولید او د کانونو استخراج اساسي عناصر وګڼل او له ښاغلي مارکس څخه يې وغوښتل چې د یادو فرصتونو په له نظر کې نیولو سره د پروژو کارونه له سره پیل کړي.

ښاغلي مهمند د پښتې کښت د کوکنارو د کښت یو ښه بدیل وباله او په دی برخه کې د عامه پوهاي په لاره اچولو په موخه يې د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند افغان سوداګرو ته د ویزو صادرولو برخه کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او له ښاغلي پوتزل يې وغوښتل چې د بهرني سوداګر وهڅوي څو په افغانستان کې د بیخبنسټیزه پروژو برخه کې پانګونه او تړونونه وکړي.

ښاغلي مارکس پوتزل د افغانستان اقتصادي وده کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او فعالیتونه وستایل او د سوداګرۍ او پانګونې او د ویزو صدور برخه کې يې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو د ټینګار کولو ترڅنګ، په راتلونکي کې د افغانستان خلکو سره د ملګرو ملتونو سازمان د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.