د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال د پلاستیک واردوونکو سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د پلاستیک واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، په اسلام قلعه بندر کې د دوی د سوداګریزو وسایطو د توقف او لوړو ګمرکي تعرفو په اړه خبرې وکړې.

د پلاستیکي رولونو واردوونکو استازي ښاغلي ولید شیرزي هېوادوالو ته د خپلو وارداتي محصولاتو د لوړې تعرفې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له مخکني خبرداري پرته د ګمرکي تعرفو بیه له ۱۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه کړې ده چې، یاده چاره سوداګرو ته د ستونزو رامنځته کیدا سبب ګرځیدلې ده.
نوموړي د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د دوی د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

ښاغلي احمدي د پلاستیکي رولونو واردوونکو د ستونزو د اوریدلو پرمهال د سوداګرو په لاره کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې یاده ستونزه به د ګمرکونو له معینیت سره شریکه او د حل په برخه کې به يې هر ډول اړینه همکاري ترسره کړي.

ښاغلي مایل احمدي د پلاستیکي رولونو له سوداګرو او واردونکو وغوښتل چې په هېواد کې دننه د پلاستیکي رولونو په تولید کې پانګونه وکړي، څو وکولای شي د سیمې او نړۍ د هېوادونو له تولیداتو سره سیالي وکړای شي.