د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نولسمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي نولسمه ناسته د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په مشرۍ او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، ضیاءالدین اچکزي او بهادر خیرخواه په ګډون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
په پیل کې، په اجنډا کې شاملې موضوعګانې او او د اتلسمې ناستې مصوبات ګډون والو ته د ښاغلي ذکریا بریالي لخوا وړاندې کړی شول.
 
ورپسی د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د عامل پلاوي راپورونه د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړل او د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث او لازمې پریکړې ونیول شوې.