د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس د روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت له رئیس سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت رئیس ښاغلي محمد نظیر احمدزي سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان د روغتیا سکتور د خدمتونو معیاري کیدو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدزي د دغه وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست د فعالیتونو او پروژو په اړه معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د زیربناوو او معیاري روغتونونو په جوړولو کې یې د خصوصي سکټور رول مهم وباله او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د هیواد پانګه وال دې ته وهڅوي چې پدې برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلي عطايي د عامه او خصوصي مشارکت ادارې رئیس او کارکوونکو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د روغتیا سکتور د ښه والي او د پانګونې په برخه کې د خصوصي سکتور د همکارۍ په برخه کې د دې ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغانستان د روغتیا سکتور د وضعیت د ښه والي او د دې څانګې د خدمتونو په معیاري کولو یې ټینګار وکړ.


نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا کمیټې له لارې د پانګوالو او د عامه او خصوصي مشارکت ریاست ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.