د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان خوړنیزو توکو اتحاديې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د افغانستان خوړنیزو توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي فرید احمد صافي سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي فرید احمد صافي د اتاق له دوامداره همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د دوی په وړاندی د سوداګریزو او امنیتي ننګونو یادونه وکړه او په دی ننګونو د لاسبري کیدو برخه کې يې د تاق د همکاریو غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د افغانستان د خوړنیزو توکو د اتحادیې د رئیس او غړو د ستونزو په اړه د دوی د خبرو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې اتاق به د دوی سوداګریزې او امنیتي ننګونې او ستونزې د سترې اقتصادي شورا له مشرتابه سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې لازمې هڅې وکړي.