د افغانستان سوداګری او پانګونې اتاق د نندارتون په جوړولو كې د نړیوالو بنسټونو د مالی او تخنیكی همكاریو څخه ستاینه وکړه

ښاغلی محمد یونس مهمند در مدیره پلاوی لومړی مرستیال په داسې حال کې چی ښاغلیو: نصیر احمد عرب د مدیره پلاوي خدماتی معاون، عصمت الله وردگ او ضیاءالدین اچکزی د مدیره پلاوي غړي، عبدالمتین قلندری د هیات نظارمنشی او د غزنی ولایت د اتاق رییس، میرویس هوتک د هیات عامل مالی او اداری معاون او عبیدالله نورزی د نیمروز ولایت د سوداګری اتاق رئیس هم حضوردرلود د یوې ناستې په ترڅ کې له ښاغلي حیات الله سلطانی د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومی ریاست د ملاقاتونو مسوول نه، او د نړیوالو موسسو او بنسټونو له استازو څخه د نندارتون په جوړولو کې یې د مالی او تخنیکی همکاریو لپاره ستاینه وکړه.
 
ښاغلی مهمند، د مجلس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو،د نړیوالو بنسټونو د مالی او تخنیکی مرستې له کبله په خاصه توګه: IOM،ILO، DRC او Roots of peace ستاینه وکړه او له یادو بنسټونو نه یی په راتلونکی کې د نندارتونونو په جوړولو کې یی د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق د رهبری له لوري د موسساتو له استازو سره په ځانګړې توګه له IOM،ILO، DRC او Roots of peace د ستاینلیک او ډالیو په ورکولو سره ستاینه وشوه.