ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، له آغلې ورانیکا، چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیر ده، لیدنه وکړه او د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور سره د اروپايي هېوادونو د همکاریو مننه وکړه او د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان د تولیداتو لکه وچه میوه، تازه میوه، او پروسس شوي معدني موادو صادرات اروپايي بازارونو ته، د سوداګریزو همکاریو له مهمو لومړیتوبونو څخه یاد کړل او د شته خنډونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي، د ټول هېواد امنیت، د کوکنارو د کر پراختیا ته د پای ټکي اېښودل، او د اداري فساد کمښت یې د بهرنۍ پانګونې لپاره یوه ښه موقع وباله. ښاغلي مهمند له آغلې ورانیکا وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د اروپايي هېوادونو د سوداګرۍ اتاقونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او یو ګډ ناستې د جوړېدو زمینه برابره کړي.
ښاغلي مهمند، د ترانزیټي لارو پر پراخوالي او د متنوعو تجارتي مسیرونو پر ایجاد ټینګار وکړ او له هغې یې د پراخو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي د هند او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د افغان سوداګرۍ پر وړاندې د رامنځته شویو ستونزو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د مالونو د لېږد ځنډ، د ترانسپورت لوړې بیې، او د قېمتونو لوړوالي ته اشاره وکړه او د دې ستونزو په حل کې یې د اروپايي اتحادیې همکاری حیاتي وبلله.
ښاغلي مهمند، په کابل ولایت استالف کې د خصوصي سکتور له خوا د لوی کشمشو د پروسس د فابریکې د فعالیت یادونه وکړه او آغلې ورانیکا ته یې بلنه ورکړه چې له دې فابریکې لیدنه وکړي.
آغلې ورانیکا، له افغانستان سره د اروپايي هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ملاتړ اعلان کړ او د افغان تولیداتو او توکو وارداتو ته د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړې، د اروپايي ادارو چمتووالی څرګند کړ چې له افغانستان د صادراتو د معیارونو او رهنمودونو په اړه د ACCI سره په راتلونکو اونیو کې آنلاین ناسته وکړي او ټینګار یې وکړ چې د ترانزیټ ستونزې باید حل شي.
آغلې ورانیکا، د کشمش د پروسس فابریکې پرانیسته د افغانستان د اقتصاد د ودې په برخه کې یو لوی ګام وباله او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به له دغې فابریکې لیدنه وکړي.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د محترم تور داقون سیدیکوف، په افغانستان کې د قرغیزستان له سفیر سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په اړه یې بحث او نظریات تبادله کړل.
 
ښاغلي سیدیکوف، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: هیله لرم چې ستاسو په راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د قرغیزستان د سوداګرۍ اتاق ترمنځ د یوه سوداګریز میکانیزم د رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ، تر څو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ستونزو ته رسېدنه وشي، او له عمومي رئیس سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي هاشمي، د قرغیزستان د سفیر حضور ته په اتاق کې ښه راغلاست وویلو، او د نوموړي لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریز ژوند په نوې پاڼه کې یو نیک ګام وباله. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ به د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي.
ښاغلي هاشمي، د ټول هېواد امنیت یې د پانګونې لپاره یو مناسب بستر وباله، او زیاته یې کړه: که چیرې د قرغیزستان سوداګر چمتو وي چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو استخراج، د کرنې میکانیزه کول، او د انرژۍ تولید برخو کې ګډې پانګونې وکړي، نو اتاق د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی.
ښاغلي عارفي، د اتاق د عامل پلاوي د پالیسي مرستیال، د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو ناستو او نندارتونونو پر جوړولو ټینګار وکړ او له قرغیزستان سفیر څخه یې وغوښتل چې د دا ډول پروګرامونو په ترسره کولو کې له اتاق سره همکاري وکړي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلي سید کریم هاشمي، د څار پلاوي د غړي ښاغلي خالد احمدي په شتون کې، د موبل فرنیچر د اتحادیې له رئیس ښاغلي محمد نعيم رحیمي او ورسره پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفترکې لیدنه وکړه.
 
ښاغلي رحیمي، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د دې سکتور مهمې ستونزې یې یاده کړې. هغه د اتاق له عمومي رئیس څخه وغوښتل، چې د فابریکو د جوړولو لپاره د ځمکو د وېش په برخه کې له اړوندو حکومتي ادارو سره همغږي وکړي. نوموړي، د اتحادیې له لوري له رئیس سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي رحیمي او ورسره ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د تولیدي فابریکو جوړول یې د صادراتو د زیاتوالي، د کار زمینو د برابرولو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم وبلل. هغه ګډون کوونکي تاجران تشویق کړل چې په هېواد کې د موبل فرنیچر د لویې سهامي تولیدي فابریکې بنسټ کښېږدي. نوموړي، د هېواد له سوداګرو سره د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۵مه
 
 

ښاغلی سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له یو شمېر د کابل د تېلو ټانک لرونکو سوداګرو او له محترم جاوید واحدي، د AIB بانک د مشتریانو د برخې آمر، سره د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
 
ټانک لرونکو او ښاغلي واحدي، ښاغلي هاشمي ته د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او له هغه سره یې د پوره ملاتړ ژمنه وکړه.
ښاغلي هاشمي، د ټانکدارانو او ښاغلي واحدي ته ښه راغلاست وویلو، اتاق یې د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پل وباله، او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې به د قانون په چوکاټ کې هر اړخیزه همکاري کوي.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د غړي ښاغلي محمد گردېزي په شتون کې، د پکتيا د اتاق له رئیس، مشرتابه پلاوي او یو شمېر وتلو سوداګرو سره ولیدل.
 
د پکتيا د اتاق مشرتابه، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پکتیا ولایت د خصوصي سکتور د فعالیتونو او جدي ستونزو په اړه خبرې وکړې. دوی ځانګړې یادونه وکړه چې د صنعتي پارک لپاره ځمکه نه‌ده وېشل شوې او د دند پټان بندر لپاره معیاري سړک نشته. دوی د اتاق له رئيس څخه وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره له اړوندو حکومتي ادارو سره همغږي او جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي د پکتيا د اتاق رئیس، مشرتابه پلاوي او د ولایت سوداګرو ته هرکلی وویلو، پکتيا یې د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیتي ولایتونو څخه یاد کړ او د خصوصي سکتور اصلي ستونزې یې واورېدې. هغه د پکتيا د اتاق مشرتابه وغوښتل چې د خصوصي سکتور ټولې ستونزې راټولې کړي او د پکتيا اتاق له لارې یې په لیکلي ډول له مرکزي اتاق سره شريکې کړي، څو د حل لپاره یې هڅې وشي.
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۵مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند او د یاد اتاق یو شمېر مشرتابه غړو له ښاغلي احمد نبي زاده، د صنایعو او کانونو د اتاق عمومي رئیس، سره وکتل او د متقابلو همکاریو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، ښاغلي احمد نبي زاده ته د صنایعو او کانونو د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د دواړو اتاقونو تر منځ ګډ اتحاد او همکاري یې د صنعت ودې، د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو زیاتوالي او د کار زمینو برابرولو لپاره مهمه وبلله.
ښاغلي نبي زاده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي ته د صنایعو او کانونو په اتاق کې د ښه راغلاست وینا وکړه او له یاد اتاق سره یې د هېواد د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د زمري ۱۵مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...