د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت د ګډو همکاریو، پانګونې جلب، د خصوصي سکتور د ستونزو حل، او د کورنیو او بهرنیو لویو پانګه‌والو د پیژندنې په موخه، د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.
 
د دې تفاهم‌لیک د لاسلیک مراسمو کې ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، د وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال، ښاغلی خانجان الکوزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ــ پاک ګډ اتاق مشر، ښاغلي ضیاءالدین اڅکزی او محمد داود یوسفزی، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي، ښاغلی میرزمان پوپل، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست، ښاغلی همایون خواجه‌زاده، د کابل اتاق تجارتي مرستیال، ښاغلی عبدالسلام کوهی، د اتاق حقوقي مشاور، ښاغلی ملک فیصل، د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د کمیټې مشر، او یو شمېر صادرونکو ګډون کړی و.
ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو، د حکومت له مشرتابه او لوړپوړو چارواکو یې د خصوصي سکتور د ملاتړ له امله مننه وکړه، او د کانونو رول یې د اقتصادي ودې، د کار زمینه برابرولو، د زیربناوو پراختیا، د بهرنیو پانګونو د جذب، او د صنعت د پرمختګ لپاره مهم وباله. نوموړي د وزارت له مرستیال څخه وغوښتل چې د نړیوالو معیارونو سره سم د کانونو د استخراج په برخه کې خصوصي سکتور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مهمند وویل، د تفاهم‌لیک اساسي موخه د ستونزو پیژندنه او د کانونو وزارت اړوندو مسوولینو سره یې شریکه کول دي. نوموړي له ټولو سوداګرو وغوښتل چې خپلې اصلي ستونزې لیکلي ډول اتاق ته وسپاري څو اتاق یې د وزارت سره په همغږۍ حل کړي.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د ارتباط پل وباله او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکتور غړو ته د متحده عربي اماراتو د ویزې ورکولو بهیر پیل شي. نوموړي له ټولو صادرونکو وغوښتل چې د امام ابوحنیفه (رح) په څلورمه ملي او نړیواله نندارتون کې پراخ ګډون وکړي او د هېواد تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي الکوزي د افغانستان اقتصادي وضعیت په ښه‌والي یاد کړ، کانونه، اوبه او ځمکه یې د ملت لوی شتمنۍ وبللې، او د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې یې د لا زیات شفافیت او د نړیوالو معیارونو پر تطبیق ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې اتاق به د اصلي پانګه‌والو د پېژندلو او معرفي کولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
ښاغلي پوپل د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د صادراتو له لویو ستونزو مفصله یادونه وکړه او له د وزارت له مرستیال څخه یې وغوښتل چې د یادو محصولاتو پر ګمرکي تعرفو د کمښت لپاره جدي پاملرنه وکړي. نوموړي له صادرونکو وغوښتل چې خپلې ستونزې له ښاغلي قانت سره شريکې کړي.
ښاغلي یوسفزي، د تفاهم‌لیک لاسلیک د وزارت او اتاق ترمنځ د ګډو همکاریو یو مثبت ګام وباله او د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
صادرونکو د لوړ تعرفې، د صادراتو پر عوایدو لوړې مالیې، او د اسنادو د طی مراحل لپاره د یو واحد مرکز نه‌شتوالي یادونه وکړه، او له ښاغلي قانت څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي قانت، د خصوصي سکتور رول د اقتصاد د ودې لپاره ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې وزارت د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډېرې سرچینې لري چې هره ورځ په دقت اداره کېږي. نوموړي د وزارت اساسي دنده د سهولت رامنځته کول، د خصوصي سکتور ظرفیت لوړول او خلکو ته د کار زمینه برابرول وبلله. همداراز، نوموړي له د اتاق مشرتابه څخه وغوښتل چې د داخلي او خارجي پانګه‌والو د تشویق لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
یاد تفاهم‌لیک د اتاق د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت لخوا د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.
 
 
 
 
 
سه‌شنبه، غبرګولی ١٣مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، ښاغلی محمد یونس مهمند د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او ښاغلی محمد داود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړی، د ښاغلو میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، محمد انور عارفي د پالیسي او تخنیکي مرستیال، عبدالسلام کوهي (حقوقي مشاور)، او د نړیوالو اړیکو او دولت سره د اړیکو د دیپارتمنټونو مسئولینو په حضور کې، د قرغیزستان له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي تودراکون سیدیکوف سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
 
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان تر منځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند د ښاغلي سیدیکوف هرکلی وکړ او د افغانستان د جغرافیوي موقعیت اهمیت ته اشاره وکړه چې دا هېواد د جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا، چین او روسیې تر منځ د وصل نقطه ده. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د اسانتیاوو رامنځته کول د سوداګریزو غونډو، پانګونې او سوداګرۍ پراختیا لپاره ډېر مهم وبلل.
ښاغلي مهمند د یو سیمه‌ییز ګډ اتاق د رامنځته کېدو وړاندیز وکړ، چې باید د افغانستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان او آذربایجان هېوادونو تر منځ وي. نوموړي دغه طرحه د سیمې د سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه وبلله، او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
همداراز، نوموړي د امام ابوحنیفه (رح) څلورم نندارتون په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې ټاکل شوې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له‌خوا په کابل کې ترسره شي، او د قرغیزستان سفیر ته یې بلنه ورکړه چې په دې نندارتون کې ګډون وکړي او قرغیزي شرکتونه هم وهڅوي چې ګډون وکړي.
ښاغلي الکوزي د افغانستان جغرافیه د ترانزیت له نظره مهمه وبلله، او ویې ویل چې دا مسیر د منځنۍ آسیا هېوادونو ته تر ټولو ارزانه او لنډه لاره ده.
ښاغلي یوسفزي له قرغیزستان سره پر سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د نفتو وارداتو باندې خوښي څرګنده کړه، او پر نورو برخو کې د سوداګرۍ پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي پوپل د افغانستان او قرغیزستان تر منځ د سوداګرۍ وضعیت بیان کړ او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ حجم یې لږ وباله. نوموړي پر صادراتي تعرفو کې د ترجیحي شرایطو او د ویزو پر اسانتیاوو ټینګار وکړ.
ښاغلي سیدیکوف له اتاق نه د بلنې مننه وکړه، د مشرتابه پلاوي خبرې یې ګټورې وبللې، او د سیمه‌ییز ګډ اتاق د طرحې ملاتړ یې اعلان کړ. هغه ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د سوداګرو لپاره د دوه اړخیزو غونډو، سفرونو او ګډو پانګونو برخه کې همکاري وکړي.
سفیر غوښتنه وکړه چې د وارداتو او صادراتو لیست له سفارت سره شریک شي، او همداراز، د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل شي چې دواړو هېوادونو ته د ګډو پانګونو اړتیا لري. نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې یوه ورځ مخکې، ښاغلي محمد انور عارفي هم له ښاغلي سیدیکوف سره د قرغیزستان په سفارت کې لیدنه کړې وه، او نوموړی یې د اتاق مرکزي دفتر ته د لیدنې او د مشرتابه پلاوي سره د ناستې لپاره را بللی و. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو غونډو، د خصوصي سکتور تر منځ د اړیکو د پراخولو کنفرانس، او آنلاین ناستو د تنظیم په اړه خبرې کړې وې.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۱مه
 

یاده لیدنه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، پکې ښاغلیو: خان محمد سرفراز باز د مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس، سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزی د افغان-پاک ګډ اتاق رئیس، او د اتاق د مدیره پلاوي غړی، ضیأالدین اچکزی د مشرتابه پلاوي غړی او میرزمان پوپل د اتاق د عامل ریاست د مالي او اداري مرستیال ګډون درلود.
 
په پیل کې، ښاغلي محمد هاشم میرغه وال د زابل ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال، د یاد ولایت د خصوصي سکتور موجودې ستونزې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې د مرکزي اتاق له لارې وکړه.
د اتاق مشرتابه پلاوي د زابل د اتاق د مرستیال له خوا د مطرح شویو ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، چې د اتاق مشرتابه تل د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو غړو د ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي. هغوی زیاته کړه چې د زابل اتاق دې خپلې ستونزې په تحریري بڼه مرکزي اتاق ته واستوي، ترڅو مرکزي اتاق وکولای شي د قانون په رڼا کې او د اړوندو دولتي مسؤلینو په همغږۍ د یادو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۱۰مه
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، هر یو: ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړی مرستیال، ښاغلی سید جاوید برهان، د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، او ښاغلی ضیاءالدین اچکزی، د مشرتابه غړی، د اتاق د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل، او د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې، له ښاغلي ناندا اوالیست، د اندونیزیا له سفیر سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په اړه یی بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، د ښاغلي ناندا اوالیست او د هغه د مل پلاوي هرکلی وکړ، د اتاق د فعالیتونو او تاریخچې په اړه معلومات وړاندې کړل، او اندونیزیا یې د افغانستان یو ښه دوست او د دیني مشترکاتو لرونکی هېواد وباله. نوموړي، سرتاسري امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی، او د اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت سترې لاسته راوړنې وبللې، او دا یې د افغانستان لپاره د پانګونې یوه ښه موقع وښوده. هغه د اندونیزیا له سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد سوداګر دې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د معادن په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ارقامو هم خبرې وکړې، او له اندونیزیایي حکومت څخه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي. نوموړي له ښاغلي ناندا وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل کښت، چې پنبه یې ښه بدیل کېدلی شي او د جامو د تولید لپاره خام مواد ګڼل کېږي، د افغان خصوصي سکتور او بزګرانو ملاتړ وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال همداراز، د "امام ابو حنیفه (رح)" په نوم د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې ټاکل شوې ده ژر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د نورو هېوادونو د خصوصي سکتورونو په ګډون په کابل کې جوړ شي، ښاغلي سفیر ته معلومات وړاندې کړل او نوموړی یې د دغه نندارتون د پرانیستې مراسمو ته راوباله.
ښاغلي برهان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو ناستو پر ارزښت ټینګار وکړ، تر څو ستونزې شریکې شي، نظریات تبادله شي، او د ګډو پانګونو لپاره فرصتونه وپیژندل شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اندونیزیایي سوداګرو لپاره به د پانګونې زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د معادن او تولیدي فابریکو په برخو کې.
ښاغلي پوپل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن پر اړتیا ټینګار وکړ، او له سفیر څخه یې وغوښتل چې د افغانستان پر صادراتي مالونو د ترجیحي تعرفو د وضع کولو او د اندونیزیا د صادراتي معیارونو د شریکولو په برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
نوموړي د سوداګریزو ناستو جوړېدل د سوداګرۍ په پراخوالي او د نظریاتو په تبادله کې مهم وبلل، او له سفیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له اتاق سره همکاري وکړي.
ښاغلي ناندا اوالیست، اتاق ته د خپل راتګ اصلي هدف د خصوصي سکتور ستونزو ته رسیدنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا وبلله. نوموړي ژمنه وکړه چې د افغان سوداګرو لپاره به د ویزې د ورکړې په برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي، افغان سوداګر به د اندونیزیا مهمو سوداګریزو کنفرانسونو ته دعوت کړي، او اندونیزیایي سوداګر به وهڅوي چې د افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي او د "امام ابو حنیفه (رح)" نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.
 
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د غبرګولي ١١مه، کال ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلی خان محمد سرفراز باز، ښاغلی شیرین‌آغا سخی د مشرتابه پلاوي مالي رئیس، ښاغلی سید جاوید برهان د مشرتابه پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس، ښاغلی ضیاءالدین اچکزی او ښاغلی محمد داوود یوسفزی د مشرتابه پلاوي غړي، او ښاغلی میرزمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، له ښاغلي مولوي نورالدین ترابي، د هېواد د طبیعي پېښو سره د مبارزې له عمومي رئیس سره وکتل.
 
ښاغلي باز د سپین بولدک، قندهار کې د وروستي اورلګیدنې د مهارولو په برخه کې د ښاغلي ترابي له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې سوداګرۍ او پانګونې اتاق به سوداګر هڅوي څو په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي او خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
ښاغلي اچکزي د حکومت دا ډول اقدامات د پانګه‌والو د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره مهم وبلل او دا یې په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
ښاغلي ترابي د اتاق مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د خپل ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د خصوصي سکتور رول یې د هېواد د اقتصاد په وده او د کار زمینه برابرولو کې ارزښتناک وباله. هغه ژمنه وکړه چې د طبیعي پېښو په وړاندې به په چټک ډول اقدام کوي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
 
 
 
 
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۷مه
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هرات ولایت سفر پر مهال د دې ولایت د ستر لمریز برېښنا فابریکې د پرانستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د هرات والي، د برشنا شرکت رئیس عبدالباري عمر، د هرات د سوداګرۍ اتاق مرستیال عبدالله دشتي، د اعتماد سولر شرکت رئیس احمدشاه فقیري، د ۷۷ شرکت مسؤلین، یو شمېر دولتي چارواکو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.
ښاغلي مهمند د اعتماد سولر او ۷۷ شرکتونو ته د یادې فابریکې د پرانیستې مبارکي وویله او دا پروژه یې د هرات ولایت لپاره یوه ستره او بنسټیزه پروژه وبلله، چې د دې ولایت د اقتصاد په ودې کې مهم رول لوبولی شي.
نوموړي دا ډول ګډې پانګونې او پروژې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د ځان بسیا کېدو لپاره مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې پانګوال دې د سترو شرکتونو په جوړولو کې ونډه واخلي.
ښاغلي مهمند وویل: «افغانستان دا مهال په ۱۳۸ قلمه تولیداتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او هیله لرو چې د برېښنا تولید په برخه کې هم دې هدف ته ورسېږو.» نوموړي د چابهار بندر څخه د لا ډېرې استفادې، او د ګاونډیو هېوادونو د بندرونو د پرانیستو غوښتنه هم وکړه.
د اتاق مرستیال د روسیې له سفر څخه هم یادونه وکړه او ویې ویل، دا یو له مهمو سفرونو څخه و، چې پکې د روسیې حکومت ژمنه وکړه څو د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفې لغوه کړي. نوموړي د زراعتي دواګانو کارول د صادراتو لپاره مهم وبلل او د دوی پر بې ضرره والي یې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د وارداتي سوداګرو لپاره د ثابت مالیې د پلي کېدو خبر ورکړ، چې دا به یو مثبت ګام وي. هغه همداراز افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو او له اماراتو سره د سوداګرۍ د پراخوالي زیرۍ هم ورکړه.
 
 
 
 
 
 
شنبه، د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۱۰مه
 
 

مقالات دیگر...