ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل.
ښاغلي هاشمي د اتاق د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ایران یې د افغانستان د دوست او ستر اقتصادي شریک په توګه یاد کړ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د سوداګرو لپاره د زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه او د لوړ کیفیت لرونکي تېلو د وارداتو په برخه کې یې د سفارت همکاري وغوښته.
ښاغلي بیکدلي وویل چې ایران د سوداګریزو تبادلو د لوړولو پلان لري چې کچه یې لس میلیارد ډالرو ته ورسېږي او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. هغه د ایران د یوې سوداګریزې استازولۍ د سفر خبر هم ورکړ چې مشري به یې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کوي.