ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ښاغلي جنک اونال، د ترکیې له سفیر سره د اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او د خصوصي سکتور د ستونزو د هوارولو لپاره د بېلابېلو غونډو پر جوړېدو بحث وکړ.
ښاغلي هاشمي د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ترکیې د دولت او سوداګرو له اغېزمن رول څخه مننه وکړه او د هېواد د پراخو ظرفیتونو په یادولو سره یې د ترکیې د شرکتونو د لا ډېرو پانګونو غوښتنه وکړه.
ښاغلي جنک اونال ټینګار وکړ چې هېواد یې چمتو دی څو د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د افغان او ترک سوداګرو د نږدې اړیکو زمینه برابره کړي. نوموړي په دې برخه کې د سفارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.