د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د درملو اتحاديې مسؤلینو او د درملو واردوونکو سوداګرو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د درملو اتحاديې رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او د درملو واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اسدالله کاکړ او د درملو یو شمېر واردوونکو د بندرونو، ګمرکونو او نورو برخو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې شته ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ورپسې ښاغلي مهمند د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د ستونزو د اوریدو په ترڅ کې یې وویل "په هیواد کې د درملو د سکتور قانوني فعالیت د خلکو لومړنۍ اړتیا ده او د دې سکتور له فعالیت پرته په هیواد کې روغتیايي خدمتونه په اغیزمنه توګه د خلکو اړتیاو سره سم نشي چمتو وړاندی کیدای."

ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې اتاق به د دوی شته ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکوي او د حل لپاره به یې هڅې کوي.

دغه راز د اتاق لومړي مرستيال خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د خصوصي سکټور پر يووالي، همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ګډې کړنې يې اغېزمنې وبللې.

ورپسې ښاغلي خانجان الکوزي وویل "اتاق تل د سوداګرو د ستونزو هواري ته جدي پاملرنه کړې او موږ غواړو ستاسو ستونزې هوارې کړو ترڅو ستاسو سوداګریز توکي ژر تر ژره افغانستان ته داخل شي."