د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو ملي ناسته او د سترو صادروونکو پیژندګلوۍ کنفرانس په لاره واچوه

په دغه کنفرانس کې چې د کابل سرینا هوټل د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کانونو په پطرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي شهاب الدین دلاور، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي، جان آقا صادقي، محمد داود یوسفزي، سید پرویز سادات هوفیاني، احمد شکیب احمدیار او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د سوداګرۍ او صنعت، ماليې او اقتصاد وزارتونو معینانو، د مختلفو ادارو رئیسانو، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه پلاوو غړیو او د خصوصي سکتور د مشرتابه پلاوي غړیو ګډون درلود.

ښاغلي مهمند میلمنو او غړو ته ښه راغلاست ووایه او د صادراتو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لاسته راوړنو په اړه چې د دولت د سکتوري وزارتونو او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره شوي دي خوښي څرګنده کړه.
نوموړي د هېواد د صادرونکو او همکارو بنسټونو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د صادراتو زیاتوالی بې ساری وباله.

ښاغلي شفیق الله عطايي د یوه مفصل او مسلکي معلوماتي پریزنټیشن په ترڅ کې د هېواد د صادراتو وضعیت تشریح کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

ښاغلي خان محمد سر فراز باز په مالي برخه کې د سوداګرو ستونزو او د صرافانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له دولتي مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په دې کنفرانس کې محترم خانجان الکوزي په بېلابېلو برخو کې د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د خصوصي سکتور، خلکو او حکومت د مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي مولوي شهاب الدین دلاور او یو شمیر دولتي چارواکو چې په کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه او ویناوې وکړې، د خپلو ویناوو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دندو د ستاینې په ترڅ کې د اقتصادي او سوداګریزې ودې په ځانګړي ډول د هیواد د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې ګټورې وبللې او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.

په پای کې له ۱۵۵۰ شرکتونو څخه ۵۸ صادراتي شرکتونه چې تر ټولو زیات صادرات لري او درې د هوايي چلند شرکتونه چې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې یې ارزښتناک خدمتونه کړي دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د خصوصي سکټور عالي نښان او ستاینلیک په ورکولو سره نازول شول.

همدارنګه روح الله محمودي شرکت د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د څه باندې ۲۱۳ ټنو په صادرولو سره چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د ۵۸ صادراتي شرکتونو په منځ کې تر ټولو زیات صادرات درلودل، د سږني کال د غوره صادروونکي په توګه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عالي نښان او ستاینلیک خپل کړ.