د هېواد ملي سوداګرو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې ناسته کې ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار والي ښاغلي محمد یوسف وفا، د علماوو د شورا رئیس ښاغلي مولوي حبیب الله آغا صاحب، د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو عمومي رئیس ښاغلي انجنیر محمد معراج، د مرکزي اتاق د نفتو کمېټې رئیس او مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د ولایتي اتاقونو رئیسانو او د هېواد د سویل او لویدیځ حوزو سوداګرو په دی غونډه کې چې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په آسمان تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
 
په ښاغلي محمد صدیق مهمند د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې د ودې په اړه خبرې وکړې او په راتلونکي کې یې د لا زیاتو پانګونو لپاره د سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي ډاډ ورکړ. نوموړي له دولتي چارواکو وغوښتل، چې د هېواد پانګوالو ته په ځانګړې توګه د صنعتي فابريکو ته د برېښنا رسولو په برخه کې لا زيات فرصتونه او اسانتياوې برابرې کړي.
 
ښاغلي محمد یوسف وفا د هېواد په سختو شرایطو کې د خصوصي سکتور د خدمتونو د قدردانۍ ترڅنګ د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د تامین په برخه کې د دولت مسؤليت یاد کړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستلو سره زیاته پانګونه وکړي، د اقتصادي ودې لامل شي او په هیواد کې د کار زمینه برابره کړي.
 
ښاغلي مهمند د دې غونډې د جوړیدو موخه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: موږ غواړو چې افغانستان په راتلونکي کې د سیمې په کچه د یوه معیاري او پرمختللې سوداګرۍ شاهد وي.
هغه ټینګار وکړ، کله چې د هېواد په یوه ګمرک کې سوداګریز توکي محصول کیږي، د نورو ولایتونو په ګمرکونو کې باید د دوی لپاره کومه ستونزه رامنځته نه کړی شي.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ پر وړاندې شته ننګونو او د سوداګرو ستونزو ته په اشارې سره وویل: زموږ سوداګر او پانګوال په هېواد کې هر ډول پانګونې ته چمتو دي، خو د پانګونې پر وړاندې شته خنډونه باید لرې شي او د پانګونې لپاره باید لا زیاتې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي. نوموړي افغان سوداګرو ته د هند د ویزې د ورکړې او د افغاني تولیداتو لپاره د چین هېواد د ګمرکي اسانتیاوو یادونه وکړه.
 
همدارنګه، د مرکزي اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزي، د کندهار د صرافانو اتحاديې رئیس ښاغلي قندي آغا، د ایران د تیلو او سون توکو اتحاديې رئیس ښاغلي نوید احمد وفا، د وچې میوې اتحاديې رئیس ښاغلي عبدلاحد صدیقي، د کندهار د صنعت او کانونو اتاق رئیس ښاغلي سید سرور اماني، د کندهار د علماو شورا او ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو رئیسانو او د هلمند، فراه او ارزګان ولایتونو سوداګرو د معیاري سوداګرۍ، ستونزو حل او اړوندو موضوعګانو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.