د تازه میوو او سبزیجاتو سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د تازه میوو او سبزیجاتو اتحاديې رئیس ښاغلي اختر محمد احمدي او د یادې اتحاديې یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو د حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د تازه میوو او سبزیجاتو د اتحادیې رئیس ښاغلي احمدي د تورخم په لاره کې د خپلو هغو ستونزو په اړه چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادرونکو موټرو د ګڼې ګوڼې له امله د تازه میوو او سبزیجاتو د لیږدونکو لاریو د بندیدو او د میوو او سبزیجاتو د خوسا کیدو سبب شوي په اړه يې ښاغلي مهمند ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، وویل، د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې چې زیاتره یې د تورخم له لارې صادریږي، باید د دغو محصولاتو صادراتو ته لومړیتوب ورکړل شي او د ډبرو سکرو صادرات باید له نورو لارو ترسره شي، تر څو د هېواد تازه میوو او سبزیجاتو محصولاتو ته زیان ونه رسېږي.
 
د دې ترڅنګ د هېواد سوداګر د پاکستانۍ اسعارو د ارزښت کمېدل د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو پر وړاندې بله ننګونه ګڼي.
 
دوی د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د دوی ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د دغو ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي او د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
ښاغلي مهمند د هېواد د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته تازه مېوې او سبزیجات د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه وبلل او د کروندګرو، بڼوالو او د هېواد د خلکو په اقتصاد کې یې د تازه میوو او سیزیجاتو رول اړین وباله.
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکوي او د حل په برخه کې به یې لازمه همکاري کوي.