د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د تیلو او ګازو واردوونکو اتحاديي سره مشورتي ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا د تیلو او ګازو واردوونکو اتحاديي رئیس او ددی سکتور یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، تیلو او ګازو ته د خلکو د اړتیا او د نورم او سټنډرډ ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.


ښاغلي مهمند د ګازو او تیلو واردوونکو اتحاديي رئیس او غړو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د هېواد په سختو شرايطو کې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې د دې اتحاديي د خدمتونو ستاینه وکړ او په مناسبه بيه د با کيفيته تېلو او ګازو پر واردولو او د بې کيفيته نفتي توکو واردولو پر مخنيوي ټينګار وکړ.


نوموړي د تیلو او ګازو له سوداګرو او واردونکو وغوښتل چې د سیمه ییزو معیارونو سره سم د کیفیت لرونکي موادو د واردولو او د ټیټ کیفیت د تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره د یوه ښه میکانیزم په اړه بحث او مشورې وکړي او د نورم او سټنډرډ ادارې سره په همغږۍ دې خپل مشخص نظرونه څرګند کړي.


سوداګرو او د تیلو او ګازو واردونکو اتحادیې غړو د نفتي توکو د واردولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د اړتیاوو د پوره کولو په اړه له هر اړخیزو نظریاتو او مفصلو بحثونو وروسته، ټولو موافقه وکړه چې د نورم او سټنډرډ ادارې سره په همغږۍ کې با کیفیته نفتي مواد وارد او د بی کیفیته نفتي موادو د ورود مخه ونیول شي.  


خو د دوى په وينا، د هېواد د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا ټاکل شوي اوسني معيارونه د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو په پرتله لوړ دي او په اوسنيو حالاتو کې د نورم او سټنډرډ ادارې لخوا د ټاکل شویو معیارونو سره سم د تیلو برابرول ستونزمن او د خلکو د پېر له ځواک څخه بهر دي.