|
|
|
عمومی معلومات
په ۱۳۱۰ هجری شمسی کال کي یو کم شمیر افغانی سوداگر سره راتول او سوداگریزو شخرو د حل کولو لپاره ئی یوه د مصالحی ډله جوړه کره تر ثود محکمو له ورو ورو اجرائاتو او دهغو له مصرفونه ځخه خوندی اوسی دغی کرنلاری په چتکی سره دیر محبوبیت او زور پیدا کر او په هیواد کی لومړنی کوچنی د سوداگری اتاق منڅ ته راغی دسوداگری اتاق یو منشی درلود چی دغوندو اجندا به ئی جوړوله او پریکړی به ئی لیکلی او اړوندو اداروته به ئی خبر ورکاوه . ورو ورو د غړو شمیر زیات او اتاق دسوداگری، دلالی او اسعارو دراکړی ورکړی د جوازونو دوکولو صلاحیت ترلاسه کړ او دهغه ترځنگ ئی د قره قل دپوستکو ، طبی نباتونو او دکولمو د صادراتو تصدیق لیکونه هم ویشل.
په دی مرحله کی دسوداگری اتاق د یو کوچنی سازمان په توگه چی له یو شمیر خپلواکو او خیر غوښتونکو سوداگرو ځخه جوړ شوی وه په خصوصی سکتور کی منڅ ته راغی چی د بهرنی سوداگری له پیاوړتیا سره سم اتاق دکتلو وړ عاید ترلاسه کړل.
په ۱۳۲۷ کال کی لومړنی رئیس د عظمی صدارت د فرمان په اساس وتاکل شو . چی د سوداگری د اتاق په تیره دوره کی داد د یو تاریخی تکی په توگه له خصوصی سکتور ځخه عامه سکتور باندی د اتاق بدلون او دیو دولتی سازمان په توکه بلل کیږی.
په ۱۳۶۶ کال کی د افغانستان د دیموکراتیک جمهرویت د سوداگری او صنایعو داتاقونو قانون په پنځه فصولونو او پنځه پنځوس مادوکی تصویب شو چی دهدف ، محتوا او څرنگوالی له لحاظ ئی د اتاقونو پر مخ یوه نوی صفحه پرانیستله.
د افغانستان د سوداگری او صنایعو اتاق تقریباً پنځه اویا کاله عمر لری . مرکزئی په کابل ښار كي دی او د مرکز او ولایتونو داتاقونو د مشر تابه په توگه د خصوصی صنایعو ، د صادراتی اتحادیو او وارداتی اتحادیو څخه مرکز اوه لس زره غړی لری او دهیواد یو سراسری سازمان دی . د هیواد په اکثرو ولایتونو کی حضور لری او ۲۲ ولایتی څانگه ئی فعال دی . دمامورینو او اجیرانو په گدون په مرکز او ولایتونو کی شاوخوا پنځه سوه تنه کارکوونکی لری . دکارکوونکو تاکل او لیری کول د دولت دکار کوونکو له قانون سره سم عملی کیږی چی له همدلی امله د سوداگری او صنایعو داتاقونو سازمان په مرکز او ولایتونو کی دیو دولتی سازمان په توگه گنل کیږی. پرته له عمومی رئیس څخه نور رئیسان او مرستیالان په انتخابی دول تاکل کیږی.
د ۱۳۶۶ کال قانون چی تراوسه د اجرأ وړ دی په سوسیالیستی نظام کی تسوید او تصویب شوی دی چی دهغه په اساس ئی د سوداگری او صنایعو اتاق په درستی یو حالت کی چی د اجرئاتو صلاحیت او قدرت ئی له پورته څخه وکښته سیستم دی واقع کړی دی . او هغه ئی دسوداگری په وزارت پوری اړوند او متکی کړی دی. څرنگه چی د عمومی رئیس انتصاب او لری کول ر سوداگری د وزیر گه وړاندیز تر سره کیږی او دعالی شورا مشری هم دسوداگری د وزیر په غاړه ده د اجرائی کار کوونکو تاکل هم د دولت د کار کوونکو له قانون سره سم برسره کیږی په همدی لحاظ د سوداگذری اتاق د یو دولتی سازمان شکل غوره کړی او دسیاسی او دولتی لاملونه له امله زیانمن کیږی .
د افغانستان د سوداگری او صنایعو اتاق له لاندی څانگو جوړدی:
۱. دافغانستان د سوداگری او صنایعو اتاقونو لوی ریاست
۲. د ولایتونو د سوداگری او صنایعو اتاق
۳. د خصوصی صنایعو اتحادئی
۴. د صادر و نکو اتحادئی
۵. د واردونکو اتحادئی
د سوداگری او صنایعو اتاقونو د مشر تابه پلاوی په سر کی لاندی پلاوی قرار لری.
۱. عالی شورا چی د اتاقونو د صلاحیت دلوړ ارگان په توگه ده او دسوداگری وزیر دهغه مشری کوی
۲. عامل پلاوی یعنی عمومی رئیس چی د سوداگری د وزیر په وړاندیزد دولت له خوا تاکل کیږی او مرستیالان دعالی شورا له له دغړو له منڅ او یا بهر ځخه د دریو کلونو لپاره د عالی شورا له خوا انتخاب و د وزیرانو د شورا له خوا منظوریږی .
۳.د نظارت هیئت چی دری غړی لری او دعالی شورا له خوا دیوه کال لپاره تاکل کیږی.
د سودا گری او صنایعو د اتاقونو دنډی او صلاحیتونه د ۱۳۶۶ کال په قانون کی تثبیت او جوت شوی دی.
§ د قانون او د لایحو په اړه د نظر ورکولو او مشورتی وړاندیزونو له لیاری له دولتی اداره سره مرسته .
§ د صنعتی موسسو د جوړولو او په خصوصی او مختلطو پانگه اچونوکی د پانگه لرونکی هځول .
§ د صادراتو او وارداتو په هکله د موثرو وړاندیزونو وړاندی کول.
§ د صادراتی و وارداتی اتحادیو مشری.
§ د صنعتی پارکو او د صادراتی او وارد اتی مالونو د ساتلو د گدامونو په جوړولو کی گدون .
§ د هیواد دننه و بهرکی د نندارتونو نو جوړول د لازمو معلوماتو دررسته راوړلو موخه .
§ د کم پانگو تجارانو او پرچون خرځونکو ځخه ملاتړ او دهغوی سره مرسته.
§ د هیواد د داخلی او بهرنی سوداگری د پراختیا او پرمختک په اړه دلازمو لار و لټول .
§ په هیواد کی د سیمینارونو جوړول او په بهرنیو سیمینارورنو او کنفرانسونوکی گدون.
§ د اتاقونو د کارکوونکو زده کړی په موخه له تربیوی بورسونو ځخه گته اخیستل.
§ د قانون د حکمونو په رڼا کی دداخلی او خارجی اشخاصو تر منڅ د تجارت او صنعتی ستونزو دحل لپاره منڅ گړیتوب (حکمیت).