|
|
|
د ولایتی سوداگری او صنایعو د اتاق دندې او صلاحیتونه
د سوداگری او صنایعو ولایتی اتاق لاندی په غاړه لری:
۱. د تجارتی ، مالیاتی ، صنعتی ، اسعارو ، او گمرکی تعرفونو د قانون د تعدیل په اړه د نظریو وړاندی کول او د ضرورت په صورت کی د هغو د تعدیل په هکله د نظر وړاندیز
۲.دصادراتو د اصلاح ، زیاتوالی او هڅونې په اړه نظر ورکول او صنایعو او دلیږدونو د وسایلو د ښه کیدو په ا ړه نظرئی.
۳.د اقتصادی چارو د پرمختیا او ښه کیدو په هکله د نظر وړاندیز.
۴.له دولتی تصدیوسره همکاری او نظر ورکول.
۵.هغه ټولی دندی چي دعالی شورا او د سوداگری او صنایعو د اتاقونو د عمومی ریاست له خوا ورته سپارل کیږی.
۲-۴- د اتاقونو تر منڅ د اړيكو د ټينګيدو لوري چاري.
۱-۲-۴- په يوه اتاق كي د اړيكو ټينګول د شخصي ارتباط،تيليفوني ارتباط د مكتوبونو په ذريعه د غوندو د جوړولو او حتي د ډوډي خورلو په وخت كي د خبرو له لياري تامينيږي.
۲-۲-۴- د مركز او ولايتونو تر منڅ په عادی او اضطراري غونډو كي دولايتي رئيس گدون،تيليفون،تيلګراف، اي ميل، رسمي مكتوبونو،د سيمينارونو او كنفرانسونو او د كاركونكو د تګراتك په ذريعه.
۵-۲- د رئيسانو تاکل
د سوداګري د اتاقونو لوي رئيس د سوداګري د وزير په ورانديز،د كابيني په تصویب او د جمهوري رياست د مقام په منظورې تاكل او ګمارل كيږي.
د ولايتونو رئيسان دولايتي عالي شورا د كلني غوندي له لياري د يوه كال لپاره تاكل كيږي.
یادونه: د لازياتو معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره د عمومي رياست او ولايتي اتاقونو تشكياتي چارت ته چي ددي په دوام كي دي مراجعه وكړي.