Search

WWW ACCI

 

English

پشتو

Contact Us Site Map Home Page
 
ز مونږ په اړه
عضویت
تجارتي لار ښوني
گالری
خبرونه او رپوتونه
ولايتي  اتاقونه

    

اداری تشکیل جوړښت او د تصمیم نیو لو څرنگوالی

 

۱- ۲- د افغانستان د سوداگری او صنایعو د اتاقونو عالی شورا:

§     دافغانستان د سوداگری او صنایعو د اتاقونو د صلاحیت دیر لوړ ارگان عالی شورا ده چی د سوداگری وزیر ئی د رئیس او د سوداگری داتاقونو عمومی رئیس ئی د منشی په توگه کار کوی.

§         نورغړی ئی عبارت دی له:-

§         د سوداگری وزارت د کورنی تجارت معین

§         د سپکو صنایعو او غذائی توکو د وزارت معین

§         دمالی وزارت لومړنی معین

§         د افغانستان بانک لومړنی مرستیال

§     د کابل ، بلخ ، کندهار ، هرات ، ننگرهار ، کندز ، فاریاب او آقچه د سوداگری د اتاقونو رئیسان او دصادراتی ، وارداتی او خصوصی صنایعو د اتحادیو یو یو انتخابی نماینده .

د عالی شورا عادی غوندی په هرو ځلورو میاشتو کی یو څل په کابل کی جوړیږی او څانگړی غوندی ئی دلاندی کسانو له کتبی غوښتنی ځخه لس ورڅی وروسته جوړیږی .

§         دعالی شورا رئیس

§         د عالی شورا د غړو دوه پر دریمی برخی

§         د نظارت هیئت

۱-۲-۱ د عالی شورا دندی

د ۱۳۶۶ کال قانون عالی شورا ته ۱۹ دندی سپار لی یی دلته ئی له مهمو دندو ځخه یادونه کوو.

§         د سوداگری او صنایعو د اتاقونو د قانون د هدفونو پیل کول.

§         د خصوصی او مختلط سکتور د تجارتی چارو د پراختیا په اړه ارزونه او تصمیم نیول.

§     د عامل او د نظارت هیئت د کلنی رپوت اوریدل او د خصوصی صنایعو او د واردونکو  او صادرونکو د اتحادیو او د مرکز او ولایتونو د اتاقونو د کار او فعالیت دښه کیدو په اړه تصمیم نیول.

§         د سوداگری او صنایعو د اتاقونو د تشکیل او بودجی کتل او منظورول.

§         د بیلانس کتل او تصویب او له هغه ځخه د اتاقونو مد قانون د هدفونو د عملی کولو په خاطر استفاده .

§         د صادرونکو او واردونکو د اتحادیو د رئيسانو او مرستیالانو د تاکلو منظوری او د عامل هیئت له وړاندیز سره سم دهغوی گوښه کول.

§         د اړوندو لایحو او طرزالعمل تصویب

§         د اتاقونو د قانون د موادو د تعدیل په هکله د عامل هیئت د نظر یو ځیړل او صلاحیت لرونکو مقامونو ته د هغو وړاندی کول

§         د ولایتونو د اتاقونو ، صادرونکو او واردونکو او خصوصی صنایعو د اتحادیو د جوړلو او له منځه وړلو په هکله تصمیم نیول.

§     د سوداگری او صنایعو د اتاقونو ، د صادرونکو او واردونکو او خصوصی صنایعو د اتحادیو د کمیشنونو او حق العملونو د لایحی منظوری چی د عامل هیئت له جوړه او وړاندی کیږی.

۲ ۲ د ولايتونو د اتاقونو عالي شورا

دسوداگرو عمومي غونډه له هغو سوداگرو څخه په يوه ولايت کي ثبت او راجستر شوي وي او په هرو دريو کلونو يو ځل د ولايتي سوداګري اتاق د مشورتي غړو د ټاکلو لپاره جوړیږی .

ټاکني په کابل کي د عمومي رئيس تر څارنې لاندي او په ولایتونو او ولسواليو کي د والي يا مستوفي تر نظر لاندی تر سره کیږی چی له پنځو تر پنځه دیر شو مشورتی ورته تاکل کیږی.

د مشورتی غړو د ټاکنو د هیئت غړی عبارت دی له:

§         په مرکز کی د سوداگری او صنایعو  داتاقونو عمومی رئیس یا دهغه تجارتی مرستیال.

§         د سوداگری د وزارت استازی.

§         د مرکزی بانک استازی.

§         د سودا گرو له جملی څخه دوه تنه د اهل خبره.

د سوداگری د اتاق د عمومی غونډی د غړو په ترکیب کی د سوداگرو اوصنعتکارانو له استازو برسیره د لاندی ارگانونو استازی پرته درای ورکولو له حق څخه غړیتوب لری:

په مرکز کې :

§         د مرکزی بانک څخه یو استازی

§         د صادراتو د پراختیا بانک یو استازی

§         د افغان د بیمی دملی شرکت یو استازی

§         د اقتصادی مشورتی شورا یو استازی

§         د لس تنه غړی د صنایعو له انجمن څخه

§         له زراعتی کوپراتیفو څخه یو استازی

په ولایتونو کي:

§         د ځايی بانک استازی

§         د سوداگری وزارت استازی

§         د زراعتی کوپراتیف استازی

 

د ا فغا نستان په اړه
قانوني سندونه
پيوندونه
د اتاقونو اصلاحي كميسمون

 

 کابل

 هرات

 قندهار

 فارياب

 بلخ

 جوزجان

 ننگرهار

 تخار

کندز

بدخشان

بامیان

فراه

غور

کنرها

 

 

Copyright © 2006 - Afghanistan Chamber of Commerce & Industries