Search

WWW ACCI

 

English

پشتو

Contact Us Site Map Home Page
 
ز مونږ په اړه
عضویت
تجارتي لار ښوني
گالری
خبرونه او رپوتونه
ولايتي  اتاقونه

    

لنډ تاريخ

د سوداګري اود سوداګري اواتاقونو تاريخچه د ۱۳۱۰ كال څخه  يعني كله چي د خصوصي سكتور يو شميړ سوداګرو د خصوصي سكتور تر منځ د يولړستونزو  او شخرو د حل او له منځه وراو په خاطرد تجارتي حكميت يوه ټولنه جوره كره  پيل كيږي.

وروسته په همغه كال كي د اقتصاد وزارت د تجارت د مجلي په نوم ددغي مجلي په خپريدو پيل وكر چي موخه ئي په افغانستان كي د سوداګري پراختياوه.

ددغي مجلي خپروني تجارتي حكميت ،سوداګريز او ترانسپورتي مهموموضوعاتو ته څانګړي شوي وي.

په همدي لړ كي افغانستان هڅه كوله څوخپلي سوداګريزي اړيكيد برتاني،هندوستان،روسي،چين او نورو هيوادونو سره ټينګي اوپراختيا وركړي. په ۱۳۱۸ كال كي د افغانستان د سوداګري او صنايعو اتاقونه د يو شمير سوداګرو په وسيله په كابل كي جوړشو چي په خپل لومړني جوړخت كي دغه سازمان له دوه برخو يعني دارالنشاء او مشورتي شورا څخه منځ ته راغي .

په ۱۳۲۹ كال كي د افغانستان د وخت حكومت ددي لپاره چي ددغه سازمان فعاليتونه تر خپلي څارني لاندي ونيسي د عمومي رئيس د تاكلو پريكړه ئ د حكومت له خوا وكړه چي په دي ډول عمومي رئیس د لومړي وزير له خوا وتاكل شو چي دغه بدلون د اتاق په جورښت كي د غړو او نوي ټاكل شوي رئيس تر منځ د يو لړ ستونزو باعث وګرځيده چي په پاي كي د لايحو ، مقرراتو او د رئيس دارالانشاء او د غړو دصلاحيتونو د ويشتو په موخه د اتاق قانون منځ ته راغي .

په ۱۳۴۹ كال كي د وخت  شاهي حكومت نوي قانون چي د بازاراقتصاد ته ډيرليوال وه منځ ته راوړ.

چي په وروسته كلونو كي د اتاقونوفعالپتونه اكثره د خصوصي سكتور په ذريعه او حكومت په مديريت ترسره كيدل . په ۱۳۶۱ كال كي د اتاقونو بل قانون وپيږندل شو چي په نتيجه كي د سوداګري اتاقونو د سوداګري د جوازونو د ويشلو صلاحيت د سوداګري په وزارت پوري ئي اړه لرله د سوداګري اتاقونه ته وړكړشو .

لومړي قانون له مخي د اتاقونو عمومي رئيس د سوداګري وزارت له خوا ټاكل كيږي كه څه هم د عمومي رئيس د مرستيال ټاكل په عالي شورا پوري  اړه لري . د ولايتونو د اتاقونو د رئيسانو ټاكني د مربوطو ولايتونو د اتاقونو د غړونو له خوا تر سره كيږي .

د ۱۳۶۶ كال  د قانون  پر بنسټ  د سوداګري اتاقونه بايد خپل پنځوس په سلو كي  خپل خالص عوايد د خپل كلني بيلانس له مخي د دولت د عوايدو په حساب كي واچوي ، څرنګه چي د سوداګري اتاقونه له دغي پريكړي څخه ترلاسه كړي.  دغه فرمان د سوداګري اتاقونه د اتاقونو د اته لس پوړيزه كمپلكس تر پوره جوړيدو پوري ، دولت ته د خپلو پنځوس په سلو كي د عوايدو له وركړي څخه معاف كړي.

د افغانستان د سوداګري او صنايعو اتاقونه د نړيوال سوداګري د اتاقونو  ( آي سي سي )  چي مقر ئي په پاريس كي دي غړيتوب لړي او هم د اسلامي د سوداګري د اتاق غړيتوب لري چي ۵۲ غړي لري.

برسيره پردي  د افغانستان دسوداګري اتاقونه له نړيوالي ترانسپورتي اتحاد ئي سره چي مقر ئي په سويس كي دي نژدي اړيكي لري. او دغه راز اتاقونه د ايكو د سوداګري د اتاقونو د غړيتوب لرونكي دي  چي په اوس حال كي د هغه دوراني رياست هم په غاړه لري.

د افغانستان د سوداګري اتاقونه توانيدلي دي چي له څوارلسو هيوادونولكه:چين،جرمني،انګلستان،ايران،پاكستان د چك جمهوريت او نور هيوادونو سره د جوړ جاړي او تفاهم ليكونه امضاء كړي.

د سوداګري اتاقونو د فعاليت په لړ كي په ۱۹۹۰ لسيزه كي له شاوخوا ۱۸۰ بهرينو داسي كمپنيو او شركتونو سره چي اكثراّ  افغاني سوداګرو او د افغانستان حكومت ورسره سوداګريزي اړيكي او معاملي لرلي تجارتي قراردادونه لاسليك كړل چي اساسي هدفونه ئي داوه:-

د افغاني او بهرنيو شركتونو په هكله د پوروركولو په برخه كي د معلوماتو برابرول.

د خصوصي سكتور او  دولتي ادارو تر منځ د رابطي تينګول.

دبازار موندني له لاري د افغانستان د صادراتي توكو پراختيا.

دداخلي او بهرنيو سوداګرو تر منڅ د ستونزو او مناقشو په اړه ميانجيګري.

په افغانستان كي د پانګه اچوني لپاره د كورنيو او بهرنيو پانګه لرونكوهڅونه.

د مقدسو ځايونو د جوړولو په برخه كي مرسته.

د سوداګري او صنايعو اتاقونو وكولاي شول تر ۲۰۰۳ كال پوري په ماركيت كي له خپل اتحصاري رول څخه كار واخلي. تر هغو پوري چي ددولت د اقتصادي سياست د بدلون يعني د بازار د اقتصاد په  نتيجه كي د مالي  وزارت يونوي طرزالعمل جوړ كر چي دهغه په بنست د سوداګري اتاقونو نور نه شو كولاي  څو له بهرنيو كمپنيو څخه كميشنونه راتول كړي.

په ۱۳۸۴ كال كي د سوداګري وزارت پريكړه وركړه تر څو د منځ ته راغلي وضيعت د څيرني او د حل د لاري پيداكولو په هدف د خصوصي سكتور نمايندګانو په وسيله د اتاقونو د اصلاحاتو په نوم يو كميسيون جور كړي.

چي هدف ئي له خصوصي سكتور سره د دوو اتاقونو له  جملي څخه يعني د قاره ئي مختلط اتاق او د انګلوساكسون مادلو نو څخه د يوه په انتخاب يا تاكنه كي مرسته كول وه چي له دي سره سم نوموړي كميسيون د پورتنيو ماډلونو د ګټو او زيانونو په هكله  ګڼ شمير مهم معلومات راغوند او خصوصي سكتور د نمايندګانو واك كي ئي وركړل جي په دي ډول هغوي وتوانيدل څو هغه  څه چي  د افغانستان له شرايطو او د هيواد او خلكو د غوښتنو سره سم او په ګته وي انتخاب كړي.

 

د ا فغا نستان په اړه
قانوني سندونه
پيوندونه
د اتاقونو اصلاحي كميسمون

 

 کابل

 هرات

 قندهار

 فارياب

 بلخ

 جوزجان

 ننگرهار

 تخار

کندز

بدخشان

بامیان

فراه

غور

کنرها

 

 

Copyright © 2006 - Afghanistan Chamber of Commerce & Industries