دریپشتوEnglish

ز مونږ په اړه

د افغانستان د سوداگري او صنايعو د اتاقونو  ريفورم د بشپړيدو په حال كي دي .

د افغانستان  د سوداگري او صنايعو د اتاقونوعامل هيئت د (جي تي زيد) د موسسي په نوښت د يوه تجربه لرونكي كارپوه او مشاور چه په ډيرو آسيائي او اروپائي هيوادونوكي په مختلفو اقتصادي برخو كي لاس ته راوړني لري كوربه دي.

د ۱۳۸۶ كال  د زمري د مياشتي په ۲۳ نيټه لومړني غونډه چه په هغه كي د سوداگري او صنايعو د اتاقونو مالي او اداري مرستيال د اتاقونو داصلاحاتو د كميسيون د دارالنشاء رئيس او د سوداگري  او صنايعو د اتاقونو د عمومي رياست مديران او كار كونكي حاضروه جوړه شوه. دغه حركت چي د اتاقونو د اصلاح تشكيلاتي جوړښت او د دندو د لايحي د تثبيت په موخه د سوداگري د اتاقونو د قانون د تصويب شوي مسودي په رڼا كي چي په دي وروستيو كي د سوداگري وزارت له خوا هم تائيد شوي ده عملي شو.

د شانگهای 2010 کال د نړیوال نندارټون د جوړیدو په دوهم کنفرانس کی د سوداگری او صنایعو د محترم وزارت د پلان گډون کوونکی پلاوی 16 /   15  /     2007 نیټه .

 

1.      د افغانستان اسلامی جمهوریت له خوا گډون کوونکی پلاوی .

2.      عبدالسلام منیر په بیجنگ کی ا.ا.ج تجارتی آتشه.

3.      شیرین آغا سخی د افغانستان د سوداگری او صنایعو اتاقونو مرستیال.

4.      قاری محمد عالم د غالیو د صادرکوونکو اتحادئی رئیس .

په داسی حال کی یی په کنفرانس کی دنړی 170 هیوادونو لویو کمپنی گډون درلود موخه یی د ڼندارتون د غرفو دځای  د جوړولو په هکله دکار څرنگوالی وه یی هر هیواد د خپلو غوښتنو او ضرورتو په پام کی نیولو سره خپلی نظریی او وړاندرونه وړاندی کړل.

غونده د شانگهای د نندارټون د بیوری عمومی مدیر له خوا پرانیستل شو ورپسی د شانگهای ښاروال د 2010 کال د نندارټون په هکله خبری  و کړل . وروسته خبری کوونکو په نوبت سره د هغو فعالیتونو په هکله چی د ارتباط د سیستم ، برښنا ، انترنت، ترانسپورت او دانتقالاتو د تنظیم په برخه کی یی تر سره کړی دی خبری وکړی.

دکنفرانس په دوهمه ورځ گډون کوونکی پلاوی د نندارټون له ځای څخه ګتنه وکړه یی په هره برخه کی دنندارټون د جوړیدو د رهنما معلومات وړاندی کیدل.

ددوهمی ورځی په ماښام له آسیائی ، افریقائی ، اروپائی او امریکائی هیوادونو څخه کاری گروپونو په کنفرانس کی د هر هیواد د نندارټون د کاری څانگی له کواردنیتر سره خبری وکړی او خپل وړاندیزونه ئی وړاندی کړل. وروسته په جلا جلا لیدونو کي چی د هر هیواد استازی دبل هیواد له مربوط مسئول سره ترسره شوي د امکاناتو ، گډون ، آسانتیاوو په هکله پراخی خبری اتری وشوی. د افغانستان پلاوی د افغانستان د برخی له مسئول سره خبری وکړي چي په لاندی مسائلو موافقه وشوه.

*      په تاکل شوی ځای کي دافغانستان لپاره غرفی په واک کی ورکول کیږی.

*      د چین اړخ دافغانستان لپاره نندارټون جوړوی.

*      د نندارټون ساحه په یوه مشترک کمپ کی چي د پرمختک په حال کی هیوادونو له پاره جوړیږی موقعیت لری.

*      ستاسو هیواد کولای شی په خپله خوښه د خپلو مالونو سره سم د هال دننه دیکوریشن او ډیزاین جوړ کیړی د چین خوا دهغه مصرف ورکوی. او یا هم دچین خوا ستاسو له نظر سره سم هغه د مسلکی ډیزاینرانو په وسیله هغه تنظیموی او دهغه لگښت 650 زرو ډالرو څخه ورکوی.

*      د پرمختک په حال  کی هیوادونو لپاره 324 متر مربع حای m9*18*18 په وریا توگه ورکول کیري.

*      د چین اړخ اوبه او برښنا برابروی .

*      د نندارټون 2% ساحه د سوداگری برخی او خرڅولو لپاره تاکل شوي ده. نوری ساحی د تبلیغاتو پامفلیتر او کمپیوتری نما گانو ټاکل شوی ده.

*      د 650000 ډالرو د مرستي په هکله په G  فصل کی پوره معلومات وړاندی شوی دي.

*      دغه پیسی په نقده دول نه ورکول کیږی بلکه د دیکوریشن او پوسترونو جوړولو لپاره چی د چینائی کمپنیو له خوا جوړیږی ورکول کیږی .

*      د ترانزیت او ترانسپورت په هکله هم په G   فصل کی معلومات ورکول شوی دي.

*      د نندارټون د تنظیم لپاره د مسلکی پرسونل دزده کړی په برخه کي د چین له خوا د 4 تنو کار ګرانو او مشاورینو لگښت ورکول کیږی البته دنندارټون د جوړیدو اثنا کی.

*      د چین خوا د پنحوشپو لپاره په نندارټون کی د دوه تنو  vipمصرف تمویلوی.

*      د افغانستان او شانگهای ترمنځ د څلورو تنو کرایه ورکوی.

*      د افغانستان د غوښتنی په صورت کی له 7 څخه تر 10 ورځو پوری 4 تنو تریننگ.

*      د 3 شپو لپاره د 5 تنو ژورنالیستانو مصرف ورکوی.

*      دهغه مالونو لپاره یی په نندارټون کی وړاندی کیږی گمرکی محصول معاف دی البته د افغانستان خوا به د مالونو مشخصات مخکی له مخکی د نندارټون د جوړیدو مسئول ته ورکوی.

*      د پورتنیو موافقو د تطبیق کولو لپاره دوه سندونه ضروری یی خانه پوری شي Theme statement  کومه غوشتنه موجود ده چی په فورمه کی TS شي د فورم نمونه په هغه کتاب کی چی سور پوښ لری درج ده.

*               کله چی د غوښتنی فورم دک او تائید شی وروسته موافقت نامه امضاء کیږی . البته د 2008 کال د می دمیاشتی نه مخکي باید ټول اسناد                 تکمیل شی. مفصل معلومات وروسته وړاندی کیږی.

*      د یادونی وړ ده چی ټول اسناد په دری توکو کتابونو کی ددی ضمیمه دي هیله ده چی ټول اسناد په دقیق ډول مطالعه او له هغه سره سم اجراآت وکړی.

*      دغه  رازیو کاری تیم  Contact Team د ارتباط تامینولو لپاره ټاکل کیږی.

 

عضويت

تجارت لارښوني

گالري

خبرونه او رپوتونه

ولايتي اتاقونه

د افغانستان په اړه

قانوني سندونه

پيوندونه

د اتاقونو اصلاحي كميسيون