دریاداري تشكيلاتزمونږ په  اړهغريتوبد كابل اتاقونه Englishتاريخچهولايتي اتاقونهگالريخبرونه او رپوتونه Contact Us Site Map Home Page

    

                                                                                                           

 د افغانستان خصوصي سكتور يوموټۍ او یو غږ شو

                د کال 1368 د تلې پنځلسمه

 

خصوصي سكتور وروسته له څه د پاسه دوه كلونو انتظار او

 جروبحث څخه بالاخره دې هوكړې ته ورسيد ترڅو د سوداګرۍ

د دوه اتاقونو په ادغام سره يو پياوړۍ ، متحد او واحد اتاق رامنڅ ته كړي. 

 له دغو دواړو اتاقونو څخه يو د سوداګرۍ او صنايعو اتاقونه وو چې د لسګونو كلونو تجربې په درلودولو سره يې تل دا ادعا كوله چې د سوداګرو او صنعتي ټولنې د غوښټنو لپاره يوه قانوني او پياوړې مرجه بلل كيږي ، او بل يې د سوداګرۍ نړيوال اتاق چې له انتقالي حكومت را پديخوا تاسيس شو او ځان يې د خصوصي سكتور د ستونزو له پاره  د حل يوازنۍ مرجع بلله، او د دواړو دغو اتاقونو د مشرتابه پلاوو ترمنځ ځيني اختلافونه هم موجود وو، په هر صورت د ډيرۍ شمير اقتصادي او سياسي كارپوهانو په آند د دغو دواړو اتاقونو يوځاى كيدنه له شكه پرته په افغانستان كې د خصوصي سكتور د فعاليتونو د همغږي او لا ښه انسجام لامل كيداۍ شي.

د دغو اتاقونو د ادغام كميټې د فعاليت په پرانيستونكې خبري غونډې كې چې د كال ۱۳۸۶ د تلې په ۱۵ نيټې په كابل كې پيل شوه، د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاكټرمحمد امين فرهنګ وويل " له پخوا ځخه دې ته جدي اړتيا ليدل كيده ترڅو د خصوصي سكتور د غوره خدمتونو د لا پياوړي كولو په موخه يو قانونمند او منتخب اتاق رامنځ ته شي" نوموړي باوري وو چې ډير ژر به نوۍ هر اړخيزه قانون دغه اتاق په تصويب ورسيږي.

 

 

 

د افغانستان لپاره د آلمان د (GTZ) مؤسسې د اوګد مهاله اقتصادي پراختيا پروګرام ، اجرائیوی رئيس سيد شفيق ګوهري او د امريكا د متحده ايالتونو د پراختيايي اداره (USAID) د اقتصادي پراختيا رئيس داني هرينګتون هم د خپلو هيوادونو د اقتصادي همكاريو د دوام  د ټينګار ترڅنګ ، خوشبينې څرګنده كړه چې د دغو اتاقونو له يو ځاى كيدلو څخه ملاتړ كوي.

ټاكل شوې چې د مرغومي په لومړيو ورځو كې د ادغام كميټې وروستۍ دنده چې هماغه د منتخبه مديره پلاوي په ټاكلو او د يو نوي اتاق جوړل دي ، پاۍ ته ورسيږي. 

 

د افغانستان د سوداگري او صنايعو داتاقونو  ريفورم د بشپړيدو په حال كي دي 

dfgfdsfsfdsfdsfd

 

 

 

Copyright © 2006 - Afghanistan Chamber of Commerce & Industries