|
جغرافیه:
افغانستان په (647000) کیلو متر مربع مساحت په مرکزی آسیا کې موقعیت
لری چی دسیمی هیوادونو ترمنځ د نښلوونکی تمکې په توګه ګڼل کیږی . دهغه
ستراتیژیک موقعیت ددی لامل شوی دی چی د آسیا د زړه لقب ځانته غوره کړی.
ځکه چی یواځنی هیواد دی چی له گاونډیو هیوادونو سره د پام وړلوی سرحد
لری . او دیو محور په توگه دسیمی هیوادونه له یوبل سره نښلوی چی له ډیر
پخوا څخه تر اوسه د شرق او غرب او شمال او جنوب تر منځ د سوداگری او
اقتصادی راکړو ورکړو دمرکزی په توگه بلل کیږی.
د شمال
له لوری له ترکمنستان ، ازبکستان او تاجکستان او له ختیځ څخه چین اوله
جنوب لوری له پاکستان اوله لویديځ څخه له ایران سره گډه پوله لری.
د
ځمکنیزي پولی جدول
|
حمکن پوله په کیلو متر مربع |
هیواد |
|
|
|
د
افغانستان پلازمینه کابل ده چی د سمندر له سطحی څخه 1800 متره لوړ والی
لری دغه هیواد 34 ولایتونه لری چی د مرکزی حکومت له خوا کنترول کیږی.
حکومت د ریاستی سیستم لرونکی دی د دی هیواد اقلیم وچ او یا نیمگړی وچ
دی او دڅو تیرو کلونو په اوږدوکی ئی پرله پسی وچکالی تجربه کړی ده چی
په اقتصادئی چی اکثراً کرنیز دې ناوړه اغیزه کړی او زیانمن شوی دی.
افغانستان غرنیز اغو په وچی محاط هیواد دی غرونه ئی له شمال شرق نه تر
جنوب غرب پوری دوام لری چی دهیواد له منځنۍ سیمی څخه تیر شوی دی. د
شمال غرب ،غرب او جنوب پولی ئی په ټوله نیز ډول هواره صحرائی سیمه ده
جنوب شرق او شمال شرقی پولی ئی په تدریجی دول د هندوکش له واوروډکو لوړ
و څوکو په لور او هم له لويدیځ لوری د همالیا له یوی برخی سره چی یوه
لوړه نقطه ئی په نو شک کی چی 7485 متره لوړ والی لری موقعیت لری. داچی
افغانستان یو غرنی هیواد دی په مجموعی دول په سلوکی دولس ځمکه ئی دکرنی
وړ ده چی له ظرفیت څخه ئی په پوره ډول استفاده نه کیږی او په اوس وخت
کی ئی په سلوکی شپږ کرل کیږی .
نـفـــوس:
له دی
سره سره چی په افغانستان کی د امکاناتو او بشپړ امنیت د نه موجودیت له
امله پوره معلومات او شمیره په لاس کې نشته خو دیو شمیر رپورټونو له
مخی د دی هیواد اوسنۍ نفوس 25 ملیونه تنه اتکل شوی او د 2004 کال د
جولای په میاشتی کی (28513677) تنه اتکل شوی دی چی البته دغه شمیر فرضی
او تخمینی دی. اوپه وروستنیو کلونو کی د افغانستان سر شمیرنی پراو د یو
شمیر لایلو له امله نه دی بشپړ شوی.
په
افغانستان کی د ما څه دپاسه دوه نیمو لسیزو گډو ډيو له امله یو زیات
شمیر خلکو د مهاجرت لاره نیولی ده اوس د افغانستان زیات شمیر وگړی په
گاونډیو او بهرنیو هیوادونو کی اوسیږی چی 4 ملیونه ئی په پاکستان او
ایران کی دی.
تر دوه
ملیونو زیات وگری د موقتی اداری له جوړیدو وروسته هیواد ته راغلی دی. د
نفوس پر مختک او زیاتوالی په افغانستان کی په سلوکی 4.92 دی او دسواد
تله په سلوکی 36 تخمین شوی ده.
ولایتونه د مساحت او نفوس په اساس ( په زرتنو) په 2004 میلادی کال کی
دافغانستان اقتصاد ځانگړتیا:
افغانستان ئی یو کرهنیز هیواد بللی دی چی گڼ شمیر خلک ئی په کرنی بوخت
دی او له ډیری پخوا څخه د افغانستان خلک د کرنی کسب لری. ددی تر څنگ
نوری اقتصادی برخی لکه: ( صنعتي خدمتونه ، سوداگری....) د
افغانستان اساسی اقتصادی رکن دی او زیات شمیر نا خالصه کورنی تولیدات
ئی کرنیز عواید تشکیلوی.
او له
بده مرغه چی د نا امنی او دبحران د کلو نو په لړکی د افغانستان کرنی ته
دیر زیان ورسید او دغه راز پرله پسی وچکالیو دافغانستان کرنیز اقتصاد
تر هر څه زیات زیانمن کړ چی حتی اوس د زراعت په برخه کی هم په وارداتو
متکی یو خوله دی سره سره افغانستان په اقتصاد کی له موجودو ظرفیتو نو
او وړتیا وو څخه استفاده وشی بي له شکه چی په لږ وخت کی په افغانستان
کی داقتصادی پر مختک شاهدان اوسو. دافغانستان اقتصادی ځانگړتیاوی کولای
شو په لاندی توگه په گوته کړو.
1.
د افغانستان مناسب موقعیت ددی لامل شوی دی چی د کسپین د حوزی د تیلو
او گازو د ذخیرو او دهند سمندر ترمنځ د دهلیز په توگه رول ولوبوی او
دسیمی د سوداگریز او ترانزیتی مرکز په توگه و شمیرل شی.
2.
د طبيعی منابعو درلودل لکه طبعی گاز ، پترولیم ، دسکرو ډبری ، مس ،
کرومیت ، مگنیزیم سلیکیت ، باریتها ، سلفر ، سرب ، جست ، د اوسپنی دبرې
، مالگه ، سپین زر قیمتی او نیمه قیمتی دبرې .
3.
د وچو او تازه میوو په گډون د کرنیزو پیداوارو د لویو ساحو شتون.
4.
د صناعتی پارکونو پروگرام او د صنعتی کیدو په لور تگ.
5.
داسې صنایع لکه غذائی ، ټغر ، فرش او قره قل چی افغانستان له پخوا څخه
په دغه صنعت بوخت وه او ویلائی شوی چی د نورو هیواد ونو په اندول په
سیمه کی دغوشیانو د تولید له شتون نو څخه برخمن دی، ځکه چی هغه عوامل
چی د دغوشیانو په جولیدو کی شه رول لری له هر بل ځای څخه په ښه کیفیت
په افغانستان کی پیدا کیری . دا هغه نیمگړی ګتنه وه د افغانستان
اقتصاد ځانگړتیا ووته چی د هغو تر څنگ کولای شو د افغانستان په شمال کی
د تثبیت شویو او ممکنه ذخیرو ته اشاره وکړو چی تقریبا د پنځه تریلون
فت مکعب په اندازه دی. دغه راز په افغانستان کی د سکرو د دبرو ذخیری 73
ملیونه ټنه شاوخواکی تخمین شوی دی چی اکثره ئی د افغانستان په مرکزی
سیمو کی شتون لری چی له دغه ظرفیت څخه ډیره کمه استفاده هم نکیږی. او د
سوند د توکو له سنتی منابعو لکه ، لرگی ، سکار او غرنی بوټو څخه کار
اخیستل کیږی.
خدمتونه
تقریباً 22 په سلوکی نا خالصه کورنی تولیدات جوړوی چی په ځانگړی توگه
له ترانسپورت پرچون او مخابراتو څخه لاس ته راځی . د برښنا شبکه په
افغانستان کی د جگړو په کلونو کی له منځه تللی او همدا اوس په سلوکی له
لسوکم وگړی د برښنا انرژی ته لاس رسی لری. لکه چی مخکی یادونه وشوه د
افغانستان اقتصاد دیر په کرهنه تکیه ده له دی سره چی په سلو کی 12 د
افغانستان ځمکی د کرنی وړ دی چی له هغی څخه اوس په سلوکی 6 کرل کیږی ،
سره له دی په سلو کی 52 ناخالصه کورنی تولیدات د مالداری او کرنی له
لاری لاس ته راحی چی په عمده ډول غنم ، جواری ، وریجی ، معلوچ ، و چی
او تازه میوی ، مغزیات ، قره قل پوستکی ، وړۍ او د پسه غوشی دی.
ویلای
شو سره له دی چی افغانستان په کرنیزه برخه کی تاریخی وړتیا لری او وگړی
ئی له پخوا څخه په دغه شغل بوخت دی له دی سره سره د افغانستان کرنه په
سنتی او ابتدائی ټوگه اداره کیږی او له کیمیاوی سری او د حشراتو ضد در
ملو څخه پرته پر مخ بیول کیږی له همدی امله د افغانستان زراعت ډیر د
غیر منظمو بارانونو او بی فایدی واوری وریدو څخه زیانمن کیری او وچکالی
له نورو هیوادو نو څخه زیات دافغانستان پر کرنیز اقتصاد بده اغیزه کوی
چی د تیرو کلونو وچکالی او دهغه منفی اثر چی دافغانستان په اقتصادی
زراعت ئی کړی دی زمونږ ددغی ادعا سند او ثبوت دی.
|